د لوړو زده کړو وزارت عمومي څارنې پلاوي له رهبري سره غونډه وکړه.

نن پنجشنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د ميزان مياشتې درېیمه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د ربیع الثاني مياشتې له دوهمې نیټې سره سمون لري، د لوړو زده کړو وزارت عمومي څارنې پلاوي د شیخ زايد پوهنتون څخه د خپلې ارزونې د پیل په موخه د پوهنتون له رهبرۍ سره ناسته وکړه.
راغلي پلاوي ته د شيخ زاید پوهنتون علمي چارو مرستیال پوهنمل نور الله حسین خېل لخوا د ښه راغلاست ويلو تر څنګ ډاډ ورکړل شو، چې د پوهنځیو مسؤلین به د عمومي څارنې په جريان کې له دوی سره هر ډول همکاري کوي.
د يادې ارزونې په ترڅ کې به د پلان مطابق د پوهنتون د پوهنځيو، علمي او اداري فعالیتونو څخه څارنه تر سره او راپور به یې د لا ښه والي په موخه د لوړو زده کړو وزارت سره شریک شي.
نشراتو او عامه اړیکو آمريت