په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا تر عنوان لاندې نړیوال کنفرانس کې د شیخ زاید پوهنتون درې مقالې غوره وبلل شوې.

په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا تر عنوان لاندې نړیوال کنفرانس چې د هرات جامي خصوصي پوهنتون کې ترسره شو، د یاد کنفرانس د ۲۰ غورو مقالو په قطار کې د شیخ زاید پوهنتون درې مقالې غوره وبلل شوې.
د شيخ زايد پوهنتون انجينري پوهنځي استاد دوکتور قدرت الله ځواک، د شرعياتو پوهنځي استاد پوهنوال حسام الدين رحيمزي، د ژورنالېزم او عامه اړیکو پوهنځي استاد پوهنيار هارون برهان مقالې غوره وبلل شوې او په کانفرانس کې ارایه شوې.
شيخ زايد پوهنتون د هغو پوهنتونونو له ډلې څخه وشمېرل شو، چې دغه کنفرانس ته یې ډېرې مقالې لېږلې وې او د يادو درېیو مقالو تر څنګ د کمپيوټر ساینس پوهنځي استاد پوهنوال صالح خان صالح، د ژورنالېزم او عامه اړیکو پوهنځي استاد پوهنمل فاروق جان منګل مقالو په ګډون پنځه مقالې منل شوې وې.
یاد کنفرانس د لوړو زده کړو د کیفیت لوړولو، د سیمهییزو علمي او اکاډمیکو اړیکو د پراختیا په برخه کې یو ارزښتناک فرصت و، چې د ګډونوالو لپاره یې د نورو زده کړو، علمي تجروبو او عملي پایلو د ترلاسه کولو زمینه برابره کړه.
نشراتو او عامه اړيکو آمريت