د علمي ليکنې تر سرليک لاندې سيمينار وړاندې شو.
د مسلکي پرمختيا مرکز کې د شيخ زايد پوهتون ټولو څانګو نويو ګمارل شويو استادانو ته د علمي ليکنې تر سرليک لاندې یو ورځی سيمينار وړاندې شو.
په دغه سيمينار کې د علمي ليکنې(پېژندنه، ډولونه، اصول، معيارونه، تګلارې او اهميت)، د څېړنې، ژباړې او تألیفي ليکنو تر منځ توپېرونو په اړه معلومات وړاندې شول.
ياد سيمنار د شيخ زايد پوهنتون علمي معاونيت اړوند مسلکي پرمختيا مرکز له لوري برابر شوی و، چې د ژبو او ادبياتو پوهنځي استاد پوهنوال دوکتور سبحان الله شهاب له لوري وړاندې شو.
ورځ: شنبه
۱۴۴۸ هـ.ق کال د جمادی الثاني ۱۳مه
۱۴۰۵ هـ.ش کال د عقرب دویمه
نشراتو او عامه اړیکو آمريت
