د شیخ زاید پوهنتون د ۱۴۰۴ هـ.ش کال لاسته راوړنې او مهم فعالیتونه د مطبوعاتي ناستې په ترڅ کې شریکې شوې.
نن پنجشنبه د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د حمل مياشتې ۲۷مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د شوال المکرم میاشتې له ۲۹مې نېټې سره سمون لري، د شیخ زاید پوهنتون د ۱۴۰۴ هـ.ش کال لاسته راوړنې او مهم فعالیتونه د مطبوعاتي ناستې په جریان کې له رسنیو سره شریکې شوې.
په دې مطبوعاتي ناسته کې د شیخ زاید پوهنتون ټولې مهمې لاسته راوړنې وړاندې شوې چې د هغوی له جملې څخه یې؛ د ۵.۵ میلیونو افغانیو په ارزښت د بېلا بېلو پروژو ترمیم، ۱۳.۵ میلیونه افغانۍ عواید د نظام خزانې ته جمع کېدل، د ژبو او ادبیاتو، حقوقو او سیاسي علومو پوهنځیو د ماسټري برنامو تدریس پیل کېدل او ترڅنګ یې په محصلانو، علمي، څېړنو، مالي او اداري چارو په برخو کې د مهمو فعالیتونو یادونه وشوه.
یاده ناسته د مالي او اداري چارو معاونیت اړوند نشراتو او عامه اړیکو آمریت له لوري ترتیب شوې وه.
نشراتو او عامه اړیکو آمريت

