استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو ته د قرآن کریم ترجمه او تفسیر پیل شو.
نن پنجشنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د دلوې مياشتې ۳۰مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د رمضان المبارک میاشتې له دویمې نيټې سره سمون لري، د شیخ زاید پوهنتون استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو ته د قرآن کریم ترجمه او تقسیر پیل شو.
د قرآن کریم ترجمه او تفسیر د شیخ زاید پوهنتون محصلانو چارو مرستیال مفتي محمد عمـ.ـر فضلي لخوا د دعوت او ارشاد آمریت په همکارۍ وړاندې کېږي.
نشراتو او عامه اړیکو آمريت

