د ښوونې او روزنې پوهنځي د دوو څانګو لابراتوارونو ترمیم چارې پیل شوې.
د شیخ زاید پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي د کیمیا او بېولوژي څانګو لپاره د جلا جلا لابراتوارونه د ترمیم چارې پیل شوې.
د یادو لابراتوارونو لپاره اړین تجهیزات لکه: مېزونه، څوکۍ، المارۍ، یخچالونه او نور اړوند لابراتواري اجناس اخیستل شوي هم دي. یاده پروژه د لوړو زده کړو وزارت له لوري د پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت په هڅو د (۷۵۰٬۰۰۰) افغانۍ په ارزښت تطبیق کېږي.
ټاکل شوې ده چې د لابراتوارونو د ترمیم او تجهیز چارې به په ۴۵ ورځو کې بشپړې شي. د دغو لابراتوارونو په جوړیدو سره به د کیمیا او بېولوژي څانګو محصلانو ته د عملي زده کړو لپاره اسانتیاوې او ښه علمي چاپېریال برابر شي.
نشراتو او عامه اړیکو آمریت

