شيخ زايد پوهنتون کې د عاليې او عالميې مرحلو ازموينې په اړه معلوماتي سيمينار وړاندې شو.

szu_admin
Thu, Dec 25 2025 2:57 PM
vcxnbffc

نن پنجشنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د جدي مياشتې څلورمه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د رجب المرجب مياشتې له څلورمې نیټې سر سمون لري، شيخ زايد پوهنتون کې د عاليې او عالميې مرحلو ازموينې نګرانانو ته د ازموينې اخيستلو اړوند معلوماتي سيمینار وړاندې شو.
ياد سيمينار کې د شيخ زاید پوهنتون رهبري سربېره د لوړو زدکړو وزارت استازو، علماوو شورا غړو او د ازموينې لپاره ټاکل شويو نګرانانو ګډون کړی و.
د سيمينار ګډونوالو ته د شيخ زايد پوهنتون رئیس شيخ الحديث مولوي محمد نسيم حـ.ـقاني په خپلو خبرو کې وويل؛ هغه مسؤليت چې تاسو ته در سپارل شوی او اعتماد درباندې شوی دی، په ښه شان يې بايد اداء او شفافيت ته ژمن او متعهد پاتې شئ.
ورپسې د لوړو زده کړو وزارت د دیني جامعاتو او تخصصاتو ریاست استازي مولوي فواد غونډې ته وينا وکړه او د ازموينې مفصل معلومات يې ګډونوالو ته وړاندې کړل.
د يادولو وړ ده چې د ديني مدارسو علماء کرامو څخه دغه ازموينه د ټول افغانستان په کچه هر کال اخيستل کېږي، چې خوست ولایت کې به يې لړۍ د شنبې په ورځ چې د مرغومي له شپږمې نیټې سره برابره ده پيل او شپږ ورځې به دوام وکړي.
نشراتو او عامه اړيکو آمريت

Latest news

Thu, Nov 20 2025 3:13 PM
Background image

Medicines Worth 5.5 Million Afghanis Purchased for The Teaching Hospital

A total of 149 types of medicines worth 5.5 million Afghanis have been purchased for the Sheikh Zayed University Teaching Hospital. These medicines include various types of drugs that. . .

Tue, Nov 15 2022 11:37 AM
Background image

National Symposium of Natural Science at Shaikh Zayed university- Khost

About conference: National Symposium of Natural Science which will be held at Sheikh Zayed University (Khost). The conference provides a platform for professionals involved in natural. . .

BACK TO NEWS