د شيخ زايد پوهنتون محصلانو تر منځ د تحصيل تر عنوان لاندې والیبال سيالۍ پيل شوې.

szu_admin
Mon, Sep 01 2025 10:26 AM
hghjyuythggh

تېره ورځ مازیګر د شيخ زايد پوهنتون په والیبال میدان کې د دوولسو پوهنځيو، لیلیې محصلانو او اداري کارکوونکو لوبډلو تر منځ د والیبال سيالۍ پیل شوې، چې په لومړۍ ورځ دوه لوبې ترسره شوې، د انجينري پوهنځي لوبډلې له طب او د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي لوبډلې له کرنې پوهنځي څخه برياوې خپلې کړې.

يادې سيالۍ زده کړو ته د محصلانو هڅونې، ذهني ارامتیا، د محصلانو تر منځ د صمیميت او یووالي ساتل او د والیبال په برخه کې د محصلانو استعدادونو را برسېره کولو په موخه د محصلانو چارو معاونيت لخوا په لاره اچول شوي دي، چې اتلس ورځې به دوام وکړي.

نشراتو او عامه اړیکو آمريت

Latest news

Tue, Nov 15 2022 11:37 AM
Background image

National Symposium of Natural Science at Shaikh Zayed university- Khost

About conference: National Symposium of Natural Science which will be held at Sheikh Zayed University (Khost). The conference provides a platform for professionals involved in natural. . .

BACK TO NEWS