مالي او اداري چارو مرستيال د لوړو زده کړو وزارت له لوري په آنلاین کنفرانس کې ګډون وکړ.

szu_admin
Wed, Jul 02 2025 3:22 PM
تحصیلات عاليي

نن چهارشنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د چنگاښ میاشتې ۱۱مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د محرم الحرام میاشتې له شپږمې نیټې سره برابره ده، د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري چارو معينيت تر چتر لاندې، د ټولو پوهنتونونو او دیني جامعاتو له مالي او اداري مسؤلینو سره پرلیکه کنفرانس تر سره شو، چې د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معين مولوي حافظ محمد حامد حسیب او د یاد معينيت مسؤلینو سربېره د شيخ زايد پوهنتون مالي او اداري چارو مرستيال پوهندوی مفتي عزت نور او د پوهنتونونو مالي او اداري مسؤلینو ګډون کړی و.

په ياد کنفرانس کې د کارکوونکو د نویو دندو لایحو تر څنګ په ځینو نورو موضوعاتو باندې بحث تر سره شو او د مسايلو د حل په موخه اړوندو پوهنتونونو ته یو شمېر سپارښتنې وشوې.

نشراتو او عامه اړیکو آمريت

Latest news

Tue, Nov 15 2022 11:37 AM
Background image

National Symposium of Natural Science at Shaikh Zayed university- Khost

About conference: National Symposium of Natural Science which will be held at Sheikh Zayed University (Khost). The conference provides a platform for professionals involved in natural. . .

BACK TO NEWS