د پامير لوړو زده کړو خصوصي مؤسسې خالي کادري بستونو تخصصي ازموینه واخيستل شوه.

szu_admin
Thu, Jun 26 2025 2:40 PM
بستونو ازموینه

چهارشنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د سرطان مياشتې څلورمه، چې د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د ‌ذوالحجة الحرام مياشتې ۲۸مې نيټې سره برابره وه، شيخ زايد پوهنتون کې د پامير لوړو زده کړو خصوصي مؤسسې د کمپیوټر ساينس، اداره او تجارت پوهنځیو اړوند خالي کادري بستونو د تېرې ورځې د خارجي ژبې ازموینې له بريالیو نوماندانو څخه د اړوندو بستونو تخصصي ازموینه واخيستل شوه.

د يادې ازموینې د پيل په غونډه کې د شيخ زايد پوهنتون علمي چارو مرستيال پوهنمل نورالله حسین خېل، د کادري ازموینو د کمېټې غړو او د ازموینې ګډونوالو برخه لرله، چې د علمي چارو مرستيال لخوا د ازموینې ګډونوالو ته په خپلو خبرو کې د ازموینې د پوره شفافيت ډاډ ورکړل شو.

په یاده ازموینه کې لسو کسانو ګډون درلود، چې په پایله کې به یې درې تنه د پامير لوړو زده کړو خصوصي مؤسسې دوو پوهنځیو اداره او تجارت او کمپيوټر ساينس پوهنځيو خالي کادري بستونو ته لاره بيامومي.

نشراتو او عامه اړیکو آمريت

Latest news

Tue, Nov 15 2022 11:37 AM
Background image

National Symposium of Natural Science at Shaikh Zayed university- Khost

About conference: National Symposium of Natural Science which will be held at Sheikh Zayed University (Khost). The conference provides a platform for professionals involved in natural. . .

BACK TO NEWS