دیپارتمنت اداره و تجارت
امر دیپارتمنت اداره و تجارت
پوهندوی سیدولي شاه مندوزی
د څانګې پیغام
په نړۍ کې د تمدنونو د ایجاد او بقاء لپاره اقتصاد ځانګړی ارزښت او ماهیت لري .د پخوانیو تمدنونو زوال او له منځه تلو یو لامل د هغوی د اقتصاد خرابوالی ګڼل کیږي. پخواني تمدنونه په هغه ځایونو کې رامنځته شوي چې ښیرازه کروندې يي درلودې. په اوسني وخت کې د نفوسو زیاته ګڼه ګوڼه هم په هغه ځایونو کې ترسترګو کیږي، چې پراخه ښیرازه کروندې لري او کرنه يي د وخت د غوښتنو سره سم د پرمختګ او هوسا ژوند لپاره ګامونه اخلي .په اوسمهال کې نړیوال په دې هڅه او تلاش کې دي، چې زیاتیدونکي نفوس لپاره د خوراک،پوښاک، استوګنې او داسې نورې اړتیاوې په کور د ننه پوره او حل کړي او د وګړو د مهاجرت ،بیوزلۍ، بې سوادي، فقر او لوږې ته د پای ټکی کیږدي. دا ډول کړنې او کارونه بې له پوهې او عصري تکنالوژۍ څخه ناشوني ګڼل کیږي. په زراعت کې چې څومره پرمختګ شوی دا د پوهانو او زیارکښانو هغه ثمره ده، چې د اوسنی عصر يي په اقتصادي توکو او اجناسو بسیا کړي دی. که څه هم په نړۍ کې په ځینو سیمو او ځایونو کې بې سوادي، لوږه او فقر خپل ناولي سیوری په ځینو ټولنو او سیمو باندې غوړولی؛ خو بیا هم که د نړۍ موجوده اقتصادي توکي او اجناس د نړۍ په موجوده نفوس په مساویانه ډول وویشل شي، د هغوی له اړتیاوو څخه زیاتیدلی شي.
د نړۍ په مختلفو برخو کې د اقتصاد پوهنتونونه،کرنیزې ادارې، زراعتي څیړنیز مراکز او داسې نور اړوند موسسات ددې لپاره کار کوي، چې د نړۍ لپاره د خوراک، پوښاک، څښاک او داسې نور توکي د وخت د غوښتنو سره سم تولید او د هوسا او بسیا ژوند لپاره د خلکو په اختیار او واک کې ورکړل شي.افغانستان هم نوموړو موخو او اهدافو ته د رسیدلو لپاره په بیلابیلو ولایتونو کې د اقتصاد مراکز او اقتصاد پوهنځی ایجاد کړي دي؛ ترڅو ټولنې ته هغه کادرونه وړاندې کړي، چې نوموړو موخو ته په اسانۍ سره رسیدلی شي.د زیاتیدونکي نفوس لپاره خوراکي توکي او نور په اقتصاد پورې اړوند شیان د اقتصادي پوهې او تکنالوژۍ څخه پرته امکان نه لري؛ نو ددې لپاره زموږ هیواد ورو ورو ګامونه اخلي؛ ترڅو وکولی شي چې ټولې اقتصادي اړتیاوې د امکان ترحده په داخل د هیواد کې حل کړي او کرنیز محصولات نورو هیوادونو ته هم صادر کړي.
شیخ زاید پوهنتون د افغانستان په جنوب ختیځ د خوست په ولایت کې تاسیس شوی او د نورو پوهنځیو ترڅنګ اقتصاد پوهنځی هم په خپل تشکیل کې ځای لري. اقتصاد پوهنځی په خپل تشکیلاتې چوکاټ کې د اداره او تجارت څانګه لري، پدې څو کلن یون کې اداره او تجارت دیپارتمنت وکولی شول، چې په سل ګونو ځوان کادرونه ټولنې ته د خدمت په پار وړاندې کړي او په اوسني وخت کې د افغانستان په بیلابیلو خصوصي او دولتي ادارو کې خپلو سپیڅلو دندو ته دوام ورکوي. اداره او تجارت څانګه په خپلو فارغانو باندې ویاړ او افتحار کوي، چې د خپل ماموریت په دوران کې ښې لاسته راوړنې لري او د دوی له برکته په اداراتو کې د سمون او پرمختګ څرک لیدل کیږي.د نورو پوهنتونونو ديپارتمنتونه، چې څومره امکانات لري زموږ دیپارتمنت يي نه لري، ولې کوم کوښښونه چې موږ شروع کړي دي په ډیر لنډ وخت کې به ان شاالله د موجوده امکاناتو او دولت په همکارۍ سره د ټولو امکاناتو او سهولتونو څخه برخمن شي .زموږ د څانګې تولو استادانو د خپلو هڅو له کبله وکولی شول، چې د محصلانو لپاره د غوره او باکیفیته زده کړو زمینه مساعده کړي.خپلو ورسپارل شوو دندو ته په اخلاص، صداقت او وفادرۍ دوام ورکوي او خپلو ټاکل شوو موخو ته د ترلاسه کولو لپاره په یووالي هلې ځلې کوي.
لرليد (Vision)
د اداره او تجارت څانګه به د تدریسي، څیړنیزو او علمي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې یوه مخکښه څانګه وي، چې د اداره او تجارت په کاري ساحه کې د اړتیاوو په پام کې نیولو سره به په کار پوه او متعهد کادرونه ټولنې ته وړاندې کړي.
رسالت (Mission)
د اداره او تجارت څانګه د یو داشي علمي او اکادمیک چاپیریال د رامنځته کولو لپاره هڅه کو ي ، چې په لوړ کېفیت سره درسي او څیړنیز خدمات وړاندې کړي او دهیواد داداره او تجارت لپاره مسلکې او په کار پوه کسان وروزي.
ارزښتونه (Values)
- په سپیڅلي ملي روحیه سره د کادرونو روزل.
- معیاري او باکیفیته لوړې زده کړې.
- د څیړنې کلتور رامنځ ته کول.
- د اکاډمیکې ازادۍ رامنځ ته کول.
- سالمه او اغېزمنه رهبري.
- حساب ورکول.
- په چارو کې شفافیت او د فساد پروړاندې مبارزه کول.
- د هر نوع تبعیض څخه ډډه کول.
موخې
- دلوړو زده کړو د قوانینو او مقرارتو سره سم د مسلکي پوهې حاصلول.
- د ادارې او تجارت په برخه کې د پوهنتونونو لپاره د علمي کادرونو روزل .
- د هیواد په کچه ټولو مالي، خدماتي او تولیدي موسساتو لپاره وړ او بااستعداد کادرونو روزل.
- د موجوده امکاناتو څخه اعظمي استفاده کول او د مصارفو اصغري کول.
- د اقتصادي ستونزود حل وفصل لپاره دمناسبو میتودونو په کار اچول.
- په هیواد کې دبیکارۍ د له منځه وړلو لپاره لازمې هڅې او مشورې ورکول.
- د غوره حکومتدارۍ د رامنځته کولو او تقویې لپاره هڅې.
- په داخلي پانګونه کې د پانګوالو هڅونه او حمایت.
- په نړیوال مارکیټ کې د افغاني محصولاتو لپاره د بازار پیدا کول.
- د داخلي تولیداتو د حمایت په خاطر عامه پوهاوی.
د اداره او تجارت څانګې جوړښت (تشکيل)
د وظیفې تقرر |
د تحصیلاتو سوابق |
شهرت |
|||||||||||
موقف |
کال |
مياشت |
ورځ |
د فراغت نېټه |
موقعیت |
د مؤسسې نوم |
تر کال |
له کال |
د تحصيل رشته |
درجه تحصیل |
پلارنوم |
نوم |
شماره |
ریس پوهنځی |
۱۳۹۰ |
۹ |
۳۰ |
۱۳۸۸ |
کابل |
ننګرهار |
۱۳۹۷ |
۱۳۹۶ |
اداره او تجارت |
ماستر |
زاهدین |
شرف الدین شرف |
۱ |
امر دیپارتمنت |
۱۳۸۶ |
۴ |
۵ |
۲۰۱۳ |
جرمني |
RUB |
۲۰۱۳ |
۲۰۱۱ |
Management & Economics |
ماستر |
ګل رحیم شاه |
سید ولي شاه مندوزی |
۲ |
استاد |
۱۳۹۳ |
۱ |
۳۱ |
۱۳۹۱ |
خوست |
شیخ زاید |
۱۳۹۱ |
۱۳۸۸ |
اداره او تجارت |
لسانس |
ګل مرخان |
بریالی بريال |
۳ |
استاد |
۱۳۹۴ |
۷ |
۷ |
۱۳۹۹ |
ننګرهار |
ننګرهار |
۱۳۹۹ |
۱۳۹۷ |
اداره او تجارت |
ماستر |
خیال مین |
حفیظ الله مین امين |
۴ |
استاد |
۱۳۹۶ |
۱ |
۷ |
۱۳۹۲ |
خوست |
شیخ زاید |
۱۳۹۲ |
۱۳۸۹ |
اداره او تجارت |
لسانس |
معین |
اکمال ناصر اميري |
۵ |