د شیخ زاید پوهنتون رئیس بیوګرافي:

شیخ محمد یعقوب نیازی چې د مرحوم حاجي زرګر خــان نیازي زوی، په کال (۱۳۶۳هـ.ش) په داسې وخت کې دې نړۍ ته سترګې وغړولې چې زیاتره افغانانو د روسیې د یرغل له له امله په پاکستان کې د مهاجرت ژوند کاوه او د ښاغلي نیازي کورنۍ هم د هنګو اړوند سیمه خسارې کیمپ کې مېشته وه.

ابتدایي زده کړې یې د خسارې په کیمپ ابتدایی ښوونځي کې پیل او دیني زده کړې یې شاه محمودیه مدرسه کې پیل کړې، پاتې زده کړې یې د پیښور په مختلفو مدرسو کې ترسره کړې او د دارالعلوم اکوړه خټک پيښور څخه په کال (۲۰۰۵میلادی) کې فارغ شو، د فراغت څخه وروسته یې په کال (۲۰۰۶میلادي) د تخصص فی الحدیث (ماستر فی الحدیث) کې دوهم نمبر سره فراغت حاصل کړ.

او له فراغت ورورسته یې د هغه هېواد په مختلفو مدرسو کې د استاد په حیث دندې ترسره کړي دي. مولوي صاحب نیازی د دیني زده کړو او پښتو ترڅنګ په دری، انګلیسي، اردو او عربي ژبو باندې روانې خبرې کولی شي او هم په کمپیوټر او خوشنویسي برخه کې مهارت لري، چې د خوشنویسي په برخه کې یې زیات شمېر زده کوونکي روزلي دي. همدارنګه په ګاونډي هېواد پاکستان  پیښور کې یې د کابل سنټر انګلیسي یو مشهور کورس کې د استاد په حیث دنده ترسره کړې ده. د راتګ سره سم یې په خپله پلرنۍ سیمه خوست ولایت اړوند د ډیري شمل سیمه  کې د "الکلیم نیازي خصوصي ښوونځي" بنسټ کېښود او د افغانستان په سطحه مشهوره دیني مدرسه "جامعه مظهرالعلوم نیازي" مدرسه کې یې په تدریس پیل وکړ.

ښاغلی د تدریس سره څنګ کې د تصنیف کار هم پر مخ وړی دی، چې  له جملې څخه یې لاندې کتابونو (ماَقَاله اُستاذی علی اُصول الشَّاشَی، اُصول القرآن من افادات شیخ حسن جان، اسلامي لیک او لوست، اسماءالحسنی واسماءالرسول، زما لمونځ ( دلمونځ کتاب)) یادولی شو، الله جل جلاله دې د محترم مولوي محمد یعقوب نیازي دغه خدماتونه قبول او په عمر کې یې د دین او وطن د خدمت لپاره برکات نازل کړي.

SHAIKH YAQOOB NIAZAI

ایمیل: chancellor@szu.edu.af