دیدګاه رسالت و ارزشها پوهنځی اجتماعیات

 

ټولنيزو علومو پوهنځي به د يوه منظم او کيفيت لرونکي ښوونيز سيستم له لارې، ټولنې ته متدين او مسلکي کادرونه د ښوونکو، څيړونکو او رهبرانو په توګه وړاندې کړي.

    ټولنیزو علومو پوهنځی مسؤليت لري، چې د معتبرو ملي او نړيوالو پوهنتونونو له تجربو څخه په ګټې اخيستنې او د يو معياري او سالم ښوونيز چاپيریال په رامنځ ته کولو، د استادانو او محصلانو علمي او مسلکي ظرفيتونه لوړ، په ملي او نړيواله سطحه د ټولنيزو مسايلو د څيړلو امکانات برابر او خپلې ټولنې ته د ورځنیو اړتياو مطابق غوره انساني ځواک وروزي.

  • ارزښتونه (Values)
  1. د اسلام سپيڅلي دين او وطن پالنه
  2. باکیفیته لوړې زده کړې
  3. د څېړنې کلتور رامنځته کول
  4. سالمه اداره او اغیزمنه رهبري
  5. د اکاډمیکې ازادۍ 
  6. حساب ورکونه
  7. په کارونو کې شفافیت او د فساد مخنیوی
  8. له هر قسم تبعیض سره مبازره کول