د شیخ زاید پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ محمد یعقوب نیازي د پوهنتون له ځینو پوهنځیو څخه نظارت وکړ.
نن ورځ د ۱۴۰۲ هـ.ش کال د ثور میاشتې ۵مه نیټه چې د ۱۴۴۴ هـ.ق کال شوال میاشتې ۴مې نیټې سره برابره ده، د شیخ زاید پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ محمد یعقوب نیازي د پوهنتون له ځینو پوهنځیو څخه نظارت وکړ.
ښاغلي نیازي د پوهنځیو اړوند مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه چې استادان او محصلان باید خپلو درسونو ته په خپل وخت حاضر شي، ترڅو قیمتي وخت یې ضایع نه شي، د نه حاضریدو په صورت کې د غیرحاضر وشمیرل شي.
ښاغلي نیازي د انجینري پوهنځي د چت ترمیم له چارو څخه هم نظارت وکړ او په ښه ډول د ترسره کیدو سپارښتنه یې وکړه.
د نشراتو، اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت