د لوړو زده کړو وزارت اعلامیه

szu_admin
Sat, Aug 07 2021 11:16 AM
د لوړو زده کړو وزارت اعلامیه

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت د رهبري شورا د ۱۴۰۰/۵/۲ نېټې د پرېکړې پر بنسټ په یوولس ولایتونو (کابل، کندز، نیمروز، دایکندي، بلخ، جوزجان، بادغیس، کندهار، نورستان، سمنګان، پنجشېر او جوزجان) کې حضوري درسونه له سبا د زمري ۱۶مه پیلېږي؛ دغه پروسه به په نورو ۲۳ ولایتونو کې هم په تدریجي ډول پلې شي.

هغه محصلان چې تر اوسه یې د کرونا واکسین نه دی کړی کولای شي چې تحصیلي بنسټونو او روغتیایي مرکزونو ته ورشي او واکسین ترلاسه کړي. د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارې او په یادو ۱۱ ولایتونو کې د لوړو زده کړو دولتي او خصوصي بنسټونه مکلف دي چې د افغانستان عامې روغتیا وزارت د روغتیایي لارښوونو سره سم تدابیر ونیسي او روغتیایي سلاوې پلې کړي. د یادونې وړ ده چې په نورو ۲۳ ولایتونو کې به د عامې روغتیا وزارت له خوا د وروستي راپور له ترلاسه کولو وروسته تصمیم ونیول شي.

Latest news

Tue, Nov 15 2022 11:37 AM
Background image

National Symposium of Natural Science at Shaikh Zayed university- Khost

About conference: National Symposium of Natural Science which will be held at Sheikh Zayed University (Khost). The conference provides a platform for professionals involved in natural. . .

BACK TO NEWS