شیخ زاید پوهنتون کې غوره مقاله ارایه کوونکي وستایل شول

szu_admin
Tue, Sep 15 2020 12:05 PM
شیخ زاید پوهنتون کې غوره مقاله ارایه کوونکي وستایل شول


د سولې په اړه مقاله لیکنې پروګرام چې څه موده وړاندې د شیخ زاید پوهنتون د سولې مرکز لخوا په لاره اچول شوی و، نن یې د یوې غونډې په ترڅ کې یو شمېر محصلین، چې غوره مقالې یې لیکلې وې، وستایل شول.

شیخ زاید پوهنتون کې غوره مقاله ارایه کوونکي وستایل شول
په یاده راټولیدنه کې د محصلانو چارو مرستیال پوهنیار محمد داود بابکرخیل د محصلینو ظرفیت لوړولو او علمي سیمنارونو د ارزښت ترڅنګ، په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې: (( تاسو د څیړنواو تحقیق پر مټ خپلې مقالې نورې هم غني کړئ، ترڅو په نړیوالو رسنیو او میډیاوو کې خپرې شي. همدا د پوهنتون استادان او محصلان دي چې په ټولنه کې شته ستونزو ته د تحقیق او څیړنې له لارې حل مومي)).

شیخ زاید پوهنتون کې غوره مقاله ارایه کوونکي وستایل شول
ورپسې د سولې مرکز مشر پوهنیار فاروق جان منګل هم خبرې وکړې نوموړي زیاته کړه، چې د شیخ زاید پوهنتون سولې مرکز د نورو پروګرامونو تر څنګ هڅه کوي، چې د محصلینو علمي ظرفیت، په لوړتیا هم کار وکړي، چې یوه نمونه یې نن ورځ د محصلینو علمي ظرفیت د لوړلو په پار د مقالي ارایه کول دي، چې ټولټال ۱۷ کسانو د بېلابېلو موضوعاتو په تړاو مقالې برابرې کړې وې، چې درې يې د غونډې د ګډونوالو په مخ کې وړاندې شوې.
د غوره مقالو او همدرانګه د لومړی، دوهم او دريم مقام د انتخاب په پار د حقوقو ، شرعياتو او ټولنيزو علومو پوهنځيو رئيسانو څخه ژوري هيئت ټاکل شوی و، چې د فصاحت او بلاغت، پرځان د باور، د مقالو منځپانګې، وړاندې کولو او ورسره نورو خصوصياتو پر اساس يې درې کسان د لومړي، دوهم او دريم مقام وړ وبلل. وروسته د لومړي ، دوهم او دريم مقام ګټونکو په ګډون پر ټولو هغو کسانو تحايف وويشل شول، چې مقالې يې ليکلې وې. د غوره مقاله ارایه کوونکو څخه وغوښتل شول، چې په راتلونکې کې هم هڅه وکړي ترڅو تر دې لاښې او د غوره منځپانګې لرونکې مقالې وليکي. شیخ زاید پوهنتون تل د تیر په شان هڅه کوي چې د هیواد او محصل د ښې راتلونکې لپاره ، ورته علمي پروګرامونه په لار واچوي.په پای کې، پرهغو محصلانو چې تر نورو یې په نسبي ډول ښې مقالي لیکلې وې، د هغوی د ښه تشویق په موخه د سولې مرکز لخوا برابرې شوې تحفې وویشل شوې.
غونډه د سوله یز افغانستان د دعایې په ویلو سره پای ته ورسیده

Latest news

Tue, Nov 15 2022 11:37 AM
Background image

National Symposium of Natural Science at Shaikh Zayed university- Khost

About conference: National Symposium of Natural Science which will be held at Sheikh Zayed University (Khost). The conference provides a platform for professionals involved in natural. . .

BACK TO NEWS