ورزش د اسلام له نظره علمي سيمينار وړاندې شو.
په دغه سيمينار کې چې د شيخ زايد پوهنتون د دوولسو پوهنځيو څخه ګڼ شمېر محصلانو ګډون کړی و، د اسلام له نظره د ورزش اهميت او احکام د قرآن او احادیثو له نظره وړاندې شول.
په ياد سيمينار کې د شريعت روا کړل شوې لوبې، په اسلام کې تر ټولو غوره او ستايل شوې لوبې، د شریعت له نظره ناروا لوبې او د لوبو د جواز شرطونو باندې محصلانو ته معلومات ورکړل شول.
ياد سيمينار د محصلانو چارو معاونيت له لوري برابر شوی و، چې د شرعياتو پوهنځي د اسلامي ثقافت څانګې استاد مفتي عزت نور له لوري ارایه کړل شو.
نېټه: دوشنبه
۱۴۴۷ هـ.ق کال د ذوالحجة الحرام لومړۍ
۱۴۰۵ هـ.ش کال د ثور ۲۸مه
۲۰۲۶ م کال مې د ۱۸مه
نشراتو او عامه اړیکو آمریت

