د لوړو زده کړو وزارت نظارت او ارزيابۍ هیئت د شيخ زايد پوهنتون علمي چارې و ارزولې.
د لوړو زده کړو وزارت د نظارت او ارزيابۍ رياست څخه راغلي هیئت د شيخ زايد پوهنتون معاونیتونو او پوهنځيو له علمي چارو څخه نظارت او ارزونه تر سره کړه.
په ارزونه کې د معاونيتونو، پوهنځيو او څانګو کاري پلانونه، د تېر کال ګزارشونه، د استادانو او اداري کارکوونکو ارزونې او ګزارشونه، څېړنو، کیفيت لوړونې، نصاب، آزموینې او ستراتيژیک پلان کمېټو، د پوهنځيو ستراتيژيک پلانونو لپاره عملياتي پلانونه او کتلاګونه، د محصلانو فعاليتونه، یو شمېر نور علمي موارد او اړوند شواهد وکتل شول.
د ياد څلور کسيز هیئت له لوري به د ارزونې راپور د لوړو زده کړو وزارت مشرتابه سره شريک شي، نيمګرتياوې به په نښه او په اړه به یې د لازمو هداياتو ورکولو تر څنګ د نيمګرتياوو په اړه هم ګامونه واخيستل شي.
نېټه: سه شنبه
۱۴۴۷ هـ.ق کال د ذوالقعدة الحرام ۲۵مه
۱۴۰۵ هـ.ش کال د ثور ۲۲مه
۲۰۲۶ م کال مې د ۱۲مه
نشراتو او عامه اړیکو آمريت

