د شیخ زاید پوهنتون انجینري پوهنځي محصلانو مرکز کابل او ننګرهار ولایتونو ته علمي سفر تر سره کړ.

szu_admin
Sat, Nov 08 2025 2:53 PM
دتاړتنمومه

د انجینري پوهنځي مهندسي څانګې د پنځم ټولګي (۱۳) محصلانو د دوو تنو استادانو په ملتيا مرکز کابل او ننګرهار ولایتونو ته د علمي سفر په ترڅ کې د بېلا بېلو ښارګوټو، ودانیو، انجینري ساختمانونو، صنعتي تولیدي فابریکو او همدا ډول د تاریخي ودانیو اړوند ساختمانونو څځه لیدنه وکړه.
په دغه ليدنه کې د کابل ولایت اړوند د ملت سټیل فابریکې د تولید ساحه او توليدي پروسس، د ملي پراختیا شرکت اړوند د قصابي په ساحه کې د لالا ښارګوټي او همدا ډول د بګرامیو نساجي اړوند استوګنیزو بلاکونو، د ننګرهار پوهنتون اړوند ودانیو ساحوي پلان، امير شاهي مقبرې، د سراج العمارت او نارنج ګل بڼونو، د ننګرهار ناحیوي ۱۰۰۰ بستریز کمپلیکس روغتون او همدارنګه په ښیوې ولسوالۍ کې د ابیاري د کانالونو څخه لیدنه تر سره شوه.
په يادو ليدنو کې د اړوند مسؤلینو او لارښود استادانو له لوري محصلانو ته د يادو بنسټونو د پلانونو، مساحتونو، ډيزاینونو، د بیلاکونو ډولونو، تخینکي برخو، د ساختماني پروسو، لېنډسکېپ او ستراتېژیو په اړه بشپړ معلومات په ډېره فصیحه او د شفقت څخه په ډکه فضاء کې وړاندې شول، چې د محصلانو عملي زده کړو لپاره ډېر ضروري او ګټور و.
نشراتو او عامه اړیکو آمريت

Latest news

Tue, Nov 15 2022 11:37 AM
Background image

National Symposium of Natural Science at Shaikh Zayed university- Khost

About conference: National Symposium of Natural Science which will be held at Sheikh Zayed University (Khost). The conference provides a platform for professionals involved in natural. . .

BACK TO NEWS