د وترنري علومو پوهنځي محصلانو ترمنځ علمي رقابتي سیمینارونو سیالي ترسره شوه.

szu_admin
Mon, Sep 22 2025 2:54 PM
وړمنتدتاړړتنت

د يادو سیمينارونو د پیل په مراسمو کې د وترنري علومو پوهنځي د فرعي فرهنګي کمېټې مسؤل پوهنیار مصطفی لودین لخوا د یادې سیالۍ په اړه لنډ معلومات وړاندې کړل او ویې ویل؛ چې د یادې سیالۍ څخه یې موخه د محصلانو ترمنځ علمي او سالم رقابت، مطالعې ته هڅونه، علمي ظرفیت لوړوالی او په خپلو منځونو کې علمي رقابت رامنځته کول دي.

د وترنري علومو پوهنځي استاد پوهندوی اجمل خوستي پخپله وینا کې هغه محصلان چې سیمینارونه یې ارایه کړل وستایل او دا ډول سیالۍ یې د محصلانو د پوهې او علم زیاتوالي لپاره مثبتې وبللې. په پای کې غوره سیمینار ارایه کوونکو ته ستاینلیکونه او ډالۍ ورکړل شوې.

نشراتو او عامه اړیکو آمريت

Latest news

Thu, Nov 20 2025 3:13 PM
Background image

Medicines Worth 5.5 Million Afghanis Purchased for The Teaching Hospital

A total of 149 types of medicines worth 5.5 million Afghanis have been purchased for the Sheikh Zayed University Teaching Hospital. These medicines include various types of drugs that. . .

Tue, Nov 15 2022 11:37 AM
Background image

National Symposium of Natural Science at Shaikh Zayed university- Khost

About conference: National Symposium of Natural Science which will be held at Sheikh Zayed University (Khost). The conference provides a platform for professionals involved in natural. . .

BACK TO NEWS