د ژورنالېزم او عامه اړیکو پوهنځي محصلانو ته د رسنيو تخنیک په برخه کې روزنیز ورکشاپ وړاندې شو.

szu_admin
Wed, Aug 20 2025 2:16 PM
زربذلدلداتل

د شيخ زايد پوهنتون ژورنالېزم او عامه اړيکو پوهنځي د څلورم ټولګي محصلانو ته د ظرفيت لوړونې په موخه د رسنيو د تخنيک (انتن او ډایپول پېژندنې) تر عنوان لاندې، دوه ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېد.

د ياد ورکشاپ په ترڅ کې د رسنیو د تخنيک په برخه کې د انتن او ډایپول نصب، تخنیکي ستونزې د مېګر په واسطه عملي ښودنه او فېډر کیبل تړلو عملي ښودنې پر لارو چارو باندې په نظري او عملي ډول کار ترسره شو.

دغه ورکشاپ چې دوه ورځې یې دوام درلود، د ژورنالېزم او عامه اړیکو پوهنځي اړوند د شیخ زاید راډیو نشراتو او تخنیک مدیریت مسؤلینو لخوا وړاندې شو.

د یادونې وړ ده، چې شيخ زايد راډیو دا مهال په ازمایښتي ډول په (FM 99.7) څپو باندې خپرونې پیل کړي دي او په پلان کې ده، چې په نږدې راتلونکي کې به په رسمي ډول خپرونې پيل کړي.

نشراتو او عامه اړیکو آمريت

Latest news

Tue, Nov 15 2022 11:37 AM
Background image

National Symposium of Natural Science at Shaikh Zayed university- Khost

About conference: National Symposium of Natural Science which will be held at Sheikh Zayed University (Khost). The conference provides a platform for professionals involved in natural. . .

BACK TO NEWS