شيخ زايد پوهنتون څخه د هلمند پوهنتون یو شمېر اداري کارکوونکو ليدنه وکړه.

szu_admin
Sat, Jul 05 2025 3:42 PM
هلمند پوهنتون سير

نن شنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د چنگاښ میاشتې ۱۴مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د محرم الحرام میاشتې له ۹مې نیټې سره سمون لري، د هلمند پوهنتون یو شمېر اداري کارکوونکو، د ياد پوهنتون مالي او اداري چارو مرستيال ډاکټر سمیع الله سعید تر مشرۍ لاندې د شيخ زايد پوهنتون د بېلا بېلو برخو څخه د یو علمي سفر په ترڅ کې ليدنه وکړه.

د ریاست مقام په دفتر کې د شیخ زاید پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مولوي محمد نسیم حقـ..ـاني لخوا راغلو مسؤلینو ته ښه راغلاست وویل شو او د دوو اړخیزو همکاریو ډاډ یې څرګند کړ.

د دواړو پوهنتونونو اړوندو برخو کارکوونکو تر منځ بېلا بېل معلومات، تجروبې، لاسته راوړنې او کاري وړتياوې شریکې شوې او په راتلونکي کې یو بل ته د لا همکارۍ ډاډ ورکړل شو.

د دواړو لوریو لخوا دا ډول علمي سفرونه ګټور وبلل شول او په راتلونکي کې یې د لا پراخېدو هيله وشوه.

نشراتو او عامه اړیکو آمريت

Latest news

Tue, Nov 15 2022 11:37 AM
Background image

National Symposium of Natural Science at Shaikh Zayed university- Khost

About conference: National Symposium of Natural Science which will be held at Sheikh Zayed University (Khost). The conference provides a platform for professionals involved in natural. . .

BACK TO NEWS