د شيخ زايد پوهنتون محصلانو ته د مالیې وزارت اړوند د افغانستان مسلکي محاسبینو ادارې لخوا یو ورځنی سیمینار ورکړل شو.

szu_admin
Thu, Jan 02 2025 2:12 PM
شسیلب

د ۱۴۰۳ هـ.ش کال د مرغومي مياشتې ۱۱مه، چې د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د جمادی الثاني مياشتې له ۲۹مې نیټې سره یې سمون درلود، د شیخ زايد پوهنتون اقتصاد، کمپيوټر ساینس، انجینري، کرنې، ښوونې او روزنې پوهنځیو ۱۵۰ محصلانو ته د مالیې وزارت خزاینو لوی رياست اړوند د افغانستان مسلکي محاسبینو ادارې(CPA Afghanistan) مسؤلینو لخوا، د لوړو زده کړو وزارت سره په همغږۍ د افغان زده کړه يالانو لپاره د ACCA بورسونو ته (د نوم لیکنې، زده کړو او ازموینو فیسونو بېرته ورکؤنې)، تفتیشي شرکتونو ته د جواز ورکؤنې، مالیې او نړیوالو معیارونو په اړه برابر شوی یو ورځنی سیمینار ورکړل شو.

د محصلانو چارو مرستیال پوهنیار مجاهد همت یار د یادې برخې له مسؤلینو مننه وکړه، چې شیخ زاید پوهنتون ته راغلل او سیمینار یې ارایه کړ، نوموړي محصلانو ته د ورته نورو برنامو ترتیبولو وعده کړه؛ چې په مناسبو وختونو کې به تر سره شي.

محصلانو لخوا یاد سیمینار د دوی د مسلکي زده کړو، پرمختګونو او کاري ساحو سره د بلدتیا لپاره ډېر اړین او مهم وبلل شو.

نشراتو او عامه اړیکو آمريت

Latest news

Tue, Nov 15 2022 11:37 AM
Background image

National Symposium of Natural Science at Shaikh Zayed university- Khost

About conference: National Symposium of Natural Science which will be held at Sheikh Zayed University (Khost). The conference provides a platform for professionals involved in natural. . .

BACK TO NEWS