د اسلام له نظره د اداري فساد پر وړاندې مبارزه علمي کنفرانس ارایه کړل شو.

szu_admin
Mon, Oct 14 2024 4:13 PM
gfds

نن دوشنبه د ۱۴۰۳ هـ.ش کال د ميزان مياشتې ۲۳مه، چې د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د ربیع الثاني مياشتې له ۱۱مې نېټې سره سمون لري، د شيخ زايد پوهنتون رئيس شيخ الحدیث مسلمين راشد پوهنمل علمي رتبې ته د ترفيع علمي کنفرانس ( د اسلام له نظره د اداري فساد پر وړاندې مبارزه) تر عنوان لاندې وړاندې کړ.

په کنفرانس کې چې د شيخ زايد پوهنتون پوهنځیو رئیسانو، ګڼ شمېر استادانو، کارکوونکو او محصلانو ګډون کړی و، د اداري فساد پېژندنه، د اداري فساد د ډولونو او مسؤل صفات پېژندلو په اړه معلومات وړاندې شول، چې د ټاکل شوي درې کسيز ژوري هيئت (پوهنوال حسام الدین رحيمزي، پوهندوی عاشق الله احمدزي او پوهندوی سيد کمال شاه بنوري) لخوا مثبت و ارزول شو.

په پلان کې ده چې د ياد کنفرانس پایلې به د خوست ولایت له ځينې ذيدخلو ارګانونو ( دعوت او ارشاد، محکمې رياستونو او په ټوله کې د دولت له ټولو مامورینو) سره په خپلو چارو کې د استفادې لپاره شريکې شي.

نشراتو او عامه اړیکو آمريت

Latest news

Tue, Nov 15 2022 11:37 AM
Background image

National Symposium of Natural Science at Shaikh Zayed university- Khost

About conference: National Symposium of Natural Science which will be held at Sheikh Zayed University (Khost). The conference provides a platform for professionals involved in natural. . .

BACK TO NEWS