د وترنري علومو پوهنځي محصلانو کابل ته علمي سفر ترسره کړ.

szu_admin
Mon, Oct 14 2024 3:00 PM
3456

د شيخ زايد پوهنتون وترنري علومو پوهنځي یو شمېر محصلانو د یو علمي سفر په ترڅ کې د دوو استادانو په لارښوونه د کابل ولايت ځینې اړوندو فارمونو او د حیواني غذا جوړونې له فابریکو څخه ليدنه تر سره کړه.

د ياد علمي سفر په ترڅ کې د کابل ولایت له ژوبڼ، د صحت حيواني عمومي لابراتوار، د مهيو حيواني کلینيک، د بني حصار نسلي غویانو فارم او مصنوعي القاح مرکز، د ګذرګاه لبنیاتو فابریکې او د حیواني متراکمي خوراکي میل او د څلورمې ورځې په پای کې د نوزاد حیواني کلینیک څخه لېدنه وشوه.

د يادو ليدنو په ترڅ کې د محصلانو سره د ذکر شویو مرکزونو مسؤلینو لخوا د حیواناتو ساتنې، حیواناتو تغذیې، ناروغیو او درملنې په اړه مهمو او ضروري معایناتو، عملياتو، د درملو تطبيق، مصنوعي القاح، نسلي غوايانو روزنې، د سپرمونو معاینه او ساتنې، د شیدو د مختلفو محصولاتو پروسیس او بسته بندي په اړه عملي ليدنې او نور اړین معلومات ورکړل شول.

نشراتو او عامه اړیکو آمريت

Latest news

Tue, Nov 15 2022 11:37 AM
Background image

National Symposium of Natural Science at Shaikh Zayed university- Khost

About conference: National Symposium of Natural Science which will be held at Sheikh Zayed University (Khost). The conference provides a platform for professionals involved in natural. . .

BACK TO NEWS