د دعوت او ارشاد کمېټې نوبتي غونډه ترسره شوه.

szu_admin
Thu, Oct 10 2024 10:16 AM
dfty

د ۱۴۰۳ هـ.ش کال د تلې مياشتې ۷مه، چې د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د ربیع الاول مياشتې له ۲۵مې نېټې سره یې سمون درلود، د شيخ زايد پوهنتون دعوت او ارشاد عمومي کمېټې ناسته د علمي چارو مرستیال پوهنیار نور الله حسین خېل تر مشرۍ لاندې تر سره شوه.

غونډه د تل په څېر د قرآن الکريم څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې د علمي چارو مرستیال پوهنیار نور الله حسین خېل له پرانیستونکي وينا څخه وروسته د دعوت او ارشاد عمومي کمېټې او دعوت او ارشاد آمريت د تېرې ربعې د کړنو راپور په تاییدولو، د استادانو حلقوي درسونو د وخت تغير او په حلقوي درسونو کې د استادانو او اداري کارکوونکو د ګډون په اړه بحث تر سره او په اړه یې لازمې پرېکړې وشوې.

نشراتو او عامه اړیکو آمريت

Latest news

Tue, Nov 15 2022 11:37 AM
Background image

National Symposium of Natural Science at Shaikh Zayed university- Khost

About conference: National Symposium of Natural Science which will be held at Sheikh Zayed University (Khost). The conference provides a platform for professionals involved in natural. . .

BACK TO NEWS