په څېړنیز فارم کې د غوښینو چرګانو روزنې مرکز جوړېږي.

szu_admin
Thu, Oct 10 2024 9:59 AM
dfgh

د شيخ زايد پوهنتون څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځي حیواناتو روزنې څانګې محصلانو ته د عملي زده کړو لپاره د غوښینو چرګانو روزنې لپاره څېړنیز مرکز د جوړیدو چارې روانې دي.

یاد مرکز به د روزنې لپاره په ټولو اړینو اسانتياوو باندې سمبال وي، چې د ۳۰۰۰ چرګانو روزنې وړتیا به ولري، په دې سره به نه یوازې دا چې د حیواناتو روزنې څانګې محصلان خپلې عملي زده کړې په ښه شان تر سره کړي؛ بلکې د غوښینو چرګانو د خوړو توليد، ناروغیو او روزنې لارو چارو باندې به مختلې څېړنې تر سره شي، چې د دې برخې د تجارانو لپاره به ګټورې تمامې شي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د شيخ زايد پوهنتون اړوند څېړنیز فارم کې د چرګانو روزنې لپاره کوچنی مرکز موجود و، چې له کمو اسانتیاوو څخه برخه من و او د محصلانو ټولو ستونزو ته یې ځواب نه شو ویلی، د نوي جوړیدونکي پارم په تکميل سره به ياد مرکز د محصلانو د عملي زده کړو تر څنګ په یو عایداتي سرچینه هم تبدیل شي.

نشراتو او عامه اړیکو آمريت

Latest news

Thu, Nov 20 2025 3:13 PM
Background image

Medicines Worth 5.5 Million Afghanis Purchased for The Teaching Hospital

A total of 149 types of medicines worth 5.5 million Afghanis have been purchased for the Sheikh Zayed University Teaching Hospital. These medicines include various types of drugs that. . .

Tue, Nov 15 2022 11:37 AM
Background image

National Symposium of Natural Science at Shaikh Zayed university- Khost

About conference: National Symposium of Natural Science which will be held at Sheikh Zayed University (Khost). The conference provides a platform for professionals involved in natural. . .

BACK TO NEWS