د شيخ زايد پوهنتون محصلانو لپاره د ژبو په برخه کې روزنيز کورسونه پیل شول.
شيخ زايد پوهنتون کې د لوړو زده کړو وزارت محصلانو د انسجام رياست لخوا د محصلانو معاونيت سره په همغږۍ د محصلانو لپاره د پښتو، عربي، دري او انګلیسي ژبو زده کړې په موخه کورسونه پیل شول، په يادو کورسونو کې به د لومړي ټولګي څخه تر وروستي ټولګي پورې محصلان ګډون کولی شي چې شاوخوا دوه سميستره به دوام وکړي.
يادو کورسونو کې د برخه اخيستلو په نتیجه کې به هغه محصلان چې د ژبو په برخه کې د ستونزې سره مخامخ دي، په راتلونکي کې به یې یاد مشکل حل شي.