د کيفيت لوړونې آمريت Quality Enhancement Department امریت پېژندنه
د لوړو زده کړو وزارت
شيخ زايد پوهنتون
د علمي چارو معاونيت
د کيفيت لوړونې آمريت
د کيفيت لوړونې آمريت Quality Enhancement Department))
ګڼه |
نوم |
تخلص |
د پلار نوم |
تحصيلي درجه |
علمي رتبه |
دنده |
مبايل شمېره |
ايميل پته |
عکس |
۱ |
حسام الدين |
رحيم زی |
عبدالرحيم |
ماسټر |
پوهنوال |
آمر |
0777101518 0781161313 |
|
|
2 |
نقيب الله |
همت |
الحاج کشمير |
ليسانس |
. |
عمومي مدير |
0778007034 |
|
|
د کيفيت لوړونې آمريت رسمي ايميل ادرس: qualityenhancement@szu.edu.af
د کيفيت لوړونې آمر پيغام
بسم الله الرحمن الرحيم، الحمد رب العالمين والصلاة والسلام على سيد المرسلين وعلى آله وأصحابه أجمعين
په پوهنتونونو کې د باکيفيته زده کړو لپاره د کیفیت لوړونې پروسه یوه مهمه او نړیواله پروسه ده، چې د اړوندو کړنو ترسره کول يې لازم دي، په پوهنتونونو کې د کيفيت لوړونې کړنې سرته رسول ځکه لازم دي، چې د کيفيت لوړونې کړنو پرته واجب نه پوره کېږي، په دې اړه يوه فقهي قاعده هم لرو:
(ما لا يتم الواجب الا به فهو واجب)، چې له يو څه پرته واجب نه پوره کېږي؛ نو هغه کار هم واجب ګرځي، دا چې پرعهد او ژمنه وفا لازمه ده، هغه مهال چې اداري کارمند، اداري او کادري آمر، استاد، د څانګې آمر، د پوهنځي رييس، د پوهنتون علمي، اداري، محصلانو او څېړنو مرستيال او د پوهنتون رييس خپلې سپېڅلې دندې ته راځي؛ نو په په پيل کې يې د پوهنتون هر اړخېزې ودې او پرمختګ په پار ژمنليک لاسليک کوي؛ فلهذا د اسلامي شريعت د حکم پراساس پرتعهد وفا لازمه ده، په دې اړه الله تعالی فرمايي: ( وَأَوْفُوا بِالْعَهْدِ إِنَّ الْعَهْدَ كَانَ مَسْئُولً) [الإسراء: 34]
ژباړه او تفسير: د ژمنې پابند اوسئ! دا يقيني ده چې د ژمنې په اړه به تاسې وپوښتل شئ.
په آيت کريمه کې (أوفوا) امر دی، د زياتره فقهاوو او اصولينو رحمة الله عليهم په آند امر د وجوب لپاره دی.
اوس دا واجب هغه مهال پوره کېږي، چې د کيفيت لوړونې کړنې سرته ورسېږي، يعنې: هر مسوول شخص د کيفيت لوړونې آمريت له لورې ورلېږل شوې چکلېست له مخې ټولې کړنې په خپل وخت سرته ورسوي، چې په دې کار سره به هم واجب بشپړ شي او هم به زده کړې باکيفيته شي، چې د باکیفيت زده کړو په پايله کې غوره متخصصين او شخصيتونه ټولنې ته وړاندې شي.
الحمد لله! زيات د خوښۍ ځای دی، چې شيخ زاید پوهنتون ټول کادري او اداري منسوبين خپلو دندو، په ځانګړې ډول د کيفيت لوړونې کړنو ته ژمن دي، د دوی ژمنتيا وه، چې شيخ زايد پوهنتون د دولتي پوهنتونونو په قطار کې د هېواد په سطحه په پنځو غوره پوهنتونونو کې ځای خپلوي او ترلاسه کړی اکاډمیک اعتبار ساتي.
زه د کيفيت لوړونې آمر په صفت د شیخ زاید پوهنتون ټولو کادري غړیو ( استادانو) او اداري کارکوونکو څخه مننه کوم، چې په پوره توان يې په سختو حالاتو کې د پوهنتون د بهبود او بريا لپاره شپه او ورځ کار وکړ او لا هم بوخت دي، له دې وروسته به د سیمي په کچه د اعتبار ترلاسه کولو لپاره نه ستړي کېدونکي هڅې کوو او په پوره توان سره به په شریکه کار کوو، ان شاء الله!
په پوره علمي مينه او درنښت
پوهنوال حسام الدين رحيم زی
د شيخ زايد پوهنتون د کيفيت لوړونې آمر