تدریسي روغتون کارکونکو ته اسلامي او اصلاحي درسونو لړۍ پیل شوه.
![aa](/sites/default/files/2023-10/385907904_187332587724661_2743323978123057084_n_0.jpg)
تېره ورځ د ۱۴۰۲ هـ.ش کال د تلې مياشتې ۱۰مه، چې ۱۴۴۵ هـ.ق کال ربیع الاول مياشتې له ۱۷مې نيټې سره سمون لري، شیخ زاید پوهنتون تدریسي روغتون کارکونکو ته د دیني او اصلاحي درسونو لړۍ پیل شوه. د پیل ناسته چې تدریسي روغتون کې تر سره شوه، د شیخ زاید پوهنتون علمي چارو مرستيال او سرپرست سید اسماعیل روحاني، د ارشاد او دعوت مسؤلینو او اداري کارکونکو ګډون کړی و. ناسته د قرآن کریم څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې د شیخ زاید پوهنتون ارشاد او دعوت آمر مولوي صاحب عبدالوکيل په يادو دیني او اصلاحي بیانونو کې د ګډون په ارزښت بيان وکړ
![a](/sites/default/files/inline-images/384768318_187332654391321_4508772576942641885_n_1.jpg)
د شیخ زاید پوهنتون علمي چارو مرستيال او سرپرست سید اسماعيل روحاني په دیني بيانونو کې د ډاکټرانو، کارکونکو او همدارنګه د مراجعینو ګډون مهم ياد کړ او زياته یې کړه، چې د مسؤلیت له مخې باید ټول پکې ګډون وکړي
![a](/sites/default/files/inline-images/384431513_187332884391298_6450450409976157116_n_2.jpg)
نشراتو او عامه اړیکو آمریت