د شیخ زاید پوهنتون رئیس د لوړو زده کړو د پیاوړتیا ملي کنفرانس کې ګډون وکړ
نن ورځ ۱۴۰۱ هـ.ش کال د حوت میاشتې ۲مه په نیټه، چې د ۱۴۴۴ هـ.ق کال د رجب المرجب میاشتې له ۳۰مې نیټې سره برابره ده، د شیخ زاید پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ محمد یعقوب نیازي په کابل پوهنتون کې د لوړو زده کړو وزارت د پیاوړتیا ملي کنفرانس کې ګډون وکړ.
په یاد ملي کنفرانس کې د لوړو زده کړو وزیر ښاغلی ندا محمد ندیم او د عامې روغتیا وزیر ښاغلی قلندر عباد سربېره د هېواد په کچه د ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو رئیسانو، استادانو او نورو چارواکو ګدون کړی و، چې درې ورځې به دوام ولري.
یاد کنفرانس د لوړو زده کړو د پیاوړتیا په برخه کې د کاري وړتیاوو د لوړولو په موخه جوړ شوی، چې په پای کې به د یادو موخو د لاسته راوړلو لپاره کمیټې جوړي کړل شي، ترڅو په دې اړه عملي
کارونه ترسره کړي.
د نشراتو، اطلاعاتو او عامه اړیکو آمریت