دستراتیژیک پلان د جوړښت په اړه د کمیټې لخوا دویمه غونډه ترسره شوه.

szu_admin
ستراتیژیک پلان

نن ورځ د ۱۴۰۱هـ.ش کال د دلوې میاشتې ۳مه نیټه، چې د ۱۴۴۴ هـ.ق کال د رجب میاشتې لومړۍ نیټې سره برابره ده، د شیخ زاید پوهنتون عملي چارو معاونیت دفتر کې ستراتیژیک پلان کمیټې لخوا د راتلونکي پنځو کلونو لپاره د ستراتیژیک پلان د جوړښت په اړه غونډه ترسره شوه.

یاده غونډه کې د شیخ زاید پوهنتون رئیس شیخ محمد یعقوب نیازي، علمي چارو مرستیال پوهنمل عبدالطیف رحیمي، مالي، اداري او محصلانو چارو مرستیالانو او د ستراتیژیک پلان کمیټې غړیو ګډون درلود.

غونډه د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو ایتونو په تلاوت سره پیل شوه، په پیل کې د پوهنتون رئیس شیخ محمد یعقوب نیازي پرانیستونکې خبرې وکړې او د ستراتیژیک پلان په اړه یې په تفصیل سره معلومات وړاندې کړل.

یادې غونډې ته د کمیټې د غړیو لخوا د هغو موضوعاتو په اړه په تفصیل سره معلومات وړاندې شول چې په تېره غونډه کې ورته سپارل شوي و او د پاتې کارونو د سرته رسولو سپارښتنه وشوه.

غونډه د دعا په ویلو سره پای ته ورسیده.

  د نشراتو، اطلاعاتو او عامه اړیکو آمریت