د لــوړو زده کړو وزير د شيخ زاید پوهنتون له استادانو او محصلینو سره ناسته تر سره کړه

szu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۶/۳۰ - ۹:۲۹
Minister of mohe

نن ورځ د ۱۴۰۱ هـ .ل کال د سنبلې ۲۹، چې د ۱۴۴۴ ه .ق کال د صفرالمظفر د مياشتې له ۲۳ نېټې سره برابره ده، د لوړو زده کړو قدرمن وزير ښاغلي الـ شـ یخ عبـ دالـ باقــي حـ قـ انـي او ورسره مل پلاوي د امام ابو حنیفه(رح) په تالار کې د شیخ زاید پوهنتون له استادانو، محصلینو او اداري کارمندانو سره ناسته تر سره کړه.

Minister of HE

په یاده ناسته کې دشیخ زاید پوهنتون رئیس ښاغلی انجینر همایون معـاویه، د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو معین ښاغلی سيد اسمـ اعـ یل روښح اني، د لوړو زده کړو وزارت د بشري سرچینو رئیس ښاغلی مفتي عبدالـ کریم امیري، د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس ښاغلی شیـ خ شـ اکرالله وحدت، د شیخ زاید پوهنتون مرستیالانو او د بېلابېلو پوهنځیو رئیسانو، استادانو او محصلینو ګډون درلود.

mohe staff

غونډه د معمول سره سم د قرآن العظیم الشان څو مبارکو اياتونو په تلاوت سره د شرعياتو پوهنځي استاد ښاغلي پوهنمل مسیح الله حذیفي لخوا پیل شوه.

د شیخ زاید پوهنتون د اداري چارو مرستیال مولوي محمد شفیق رشاد د قدرمن وزير صاحب او ورسره راغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووې او هیله یې څرګنده کړه، چې د دوی سفر د شیخ زاید پوهنتون د لا بریالیتوب او پرمختګ سبب شي.

Voice of Administration at szu

د شیخ زاید پوهنتون د استادانو په نمایندګۍ د شرعیاتو پوهنځي رئیس پوهنمل قاري محمد ولید اسحق زي وینا وکړه، نوموړي د قدرمن وزیر صاحب، د محصلانو معین او ورسره مل پلاوي شیخ زاید پوهنتون ته د راتګ په اړه مننه وکړه او زياته یې کړه، چې مونږ دده راتګ ته له ډېره وخته په تمه وو.

ښاغلي اسحق زي د دیني او عصري علوم

و حاصلولو په اړه د قرآن او حدیث په رڼا کې لنډه وینا وکړه او زياته یې کړه، چې حاصلول یې د اسلام له نظره لازمي دي او هیڅ ممانعت نلري. نوموړي د علمي کادرونو سره د قدرمن وزیر صاحب مینه او اخلاص د ستایلو وړ وباله.

Qari Walid Dean of Sharyat

ښاغلي اسحق زي د شیخ زاید پوهنتون په اړه لنډ معلومات هم ورکړل او زياته یې کړه چې شیخ زاید پوهنتون په تېر یو کال کې زياتې لاسته راوړنې لري، چې د بېلکې په ډول یې د شیخ زاید پوهنتون کادري روغتون بیا فعالیدل یاد کړل، چې هېوادوالو ته یې تر دا مهاله د روغتیآ په برخه کې زيات خدمات واندې کړي دي.

د لوړ زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد رئيس ښاغلي شیخ شاکرالله وحدت خبرې وکړې، نوموړي د شیخ زاید پوهنتون محصلینو د دیني معتقداتو احتمام او پیروۍ څخه ستاینه وکړه، نوموړي زياته کړه چې هر هغه علم چې نوره نړۍ ورته لاسرسی لري د اسلام په چوکاټ کې په مونږ او تاسو باندې یې زده کړه لازمي او جايز ده.

Qari Shaker Minister Of irshad ad Mohe

ښاغلي وحدت استادانو څخه هیله څرګنده کړه، چې محصلین په داسې روحيه سره وروزئ، چې په اینده کې خپلې خاورې او اسلام ته ژمن وي.

د لوړ زده کړو وزیر ښاغلي شـ یخ عبـ دالبـ اقــي حـ قـ انـي غونډې ته په خپلو خبرو کې وویل، چې شیخ زاید پوهنتون ته د راتلو څخه یې عمده هدف هم دا و، چې د استادانو او محصلینو سره له نږدې څخه لېدنه وکړي او مشکلاتو ته په ګډه د حل لاره ومومي. نوموړي زياته کړه چې په هېواد کې د علم دوه قسمه نهادونه شتون لري، دیني مدارس او دوهم پوهنتونونه او مکاتب، چې دیني مدارس دیني ضرورت دی او نور تحصیلي نهادونه د ملک د خودکفایۍ او قوت لپاره یو اهم ضرورت دی.

ښاغلي حـ قـ ا نـــي زياته کړه، چې همدا تحصیلي نهادونه دي، چې یو ملک د فقر، غربت او احتياجۍ څخه را اېستلی شي او ټینګار یې وکړ، چې پوهنتونونه نور هم معياري شي، تر څو د نورې نړۍ سره د سیالۍ جوګه شو، نوموړي ټینګار وکړ، چې اولس د اوسني بحران، فقر، غربت او بې اعتمادۍ څخه راووېستل د پوهنتونونو اساسي مسؤلیت دی، نوموړي د ګاونډي ایران اسلامي جمهورت ته ایشاره وکړه، چې له اسلامي انـ قـ لاب څخه وروسته همدا د پوهنتونونو قوت و، چې یاد هېوادیې له بحرانونو څخه را ووېسته.

ښاغلي حـ قـ انــ ي زياته کړه، چې د نصاب په اصلاح باندې کار روان دی، د اسلامي ثقافت د کرېډېټونه زيات شوي دي، په خصوصي پوهنتونونو کې د یاد مضون تدریس لازمي شوی، په هر پوهنتون کې د دعوت او ارشاد د دوه مبلغینو بستونو ایجاد او د هېواد په ۱۷ پوهنتونونو کې د شرعياتو پوهنځي رامنځته شوي دي، نوموړي وویل، چې ټول ملکي قوانین او مقررات، چې د لا پراخو خدماتو لپاره موانع وو،اصلاح کړي دي.

نوموړي وویل، چې نړۍ د تحصلي نهادونو د پیاوړتيا لپاره ورسره هيڅ ډول همکاري نده کړي او په استادانو باندې یې غږ وکړ چې د ملي او اسلامي ارزښتونو په پام کې نېولو سره داسې محصلین وروزي،چې اسلام او خاورې ته ژمن وي او د نړۍ سره پرې سيال او د اولس جايزو غوښتنو ته پري ځواب ووایي.

پاتې دې نه وي، چې د لوړو زده کړو محترم وزیر صیب د خوست ولسونو په نماینده ګې د ولسوالیو څخه راغلي قومي مشرانو او علماء کرامو سره لیدنه وکړه، ښاغلي وزیر صیب د خوستو میشتو مینه د علم او فرهنګ سره د ستایلو وړ یاده کړه او دخوست ولسونو مینه یې د پوهنتون سره یې د لا ښي هماهنګی شتون اړین وبله.

student teacher and leader of khost province

غونډه د شرعياتو پوهنځي استاد پوهندوی سید کمال شاه بنوري لخوا د عایې په ویلو سره پای ته ورسېده.

dogha

د نشراتو، اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

Click Here for Shaikh Zayed University Facebook Page

 

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۰/۵/۹ - ۱۴:۵۴
Background image

تفاهم‌نامۀ هفت ‌جانبۀ همکاری میان هفت پوهنتون کشور به منظور گسترش و تطبیق برنامه های ماستری زبان و ادبیات پشتو با حضور داشت هیات رهبری وزارت تحصیلات عالی به امضاء رسید.

تفاهم‌نامۀ هفت ‌جانبۀ همکاری میان هفت پوهنتون کشور به منظور گسترش و تطبیق برنامه های ماستری زبان و ادبیات پشتو با حضور داشت هیات رهبری وزارت تحصیلات عالی به امضاء رسید.

یکشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۰ - ۱۰:۲۱
Background image

دکتور عباس بصیر وزیر تحصیلات عالی در ملاقاتی با هیئت رهبری پوهنتون گلیشیم استانبول کشور ترکیه روی موضوعات مختلف علمی و اکادمیک صحبت و تبادل نظر نمودند

در این ملاقات هئیت رهبری پوهنتون متذکره ضمن ابراز خوش آمدید به دکتور عباس بصیر وزیر تحصیلات عالی و هئیت همراه شان به آن پوهنتون، در رابطه به نهاد تحصیلی متذکره معلومات مختصر ارایه نمودن. . .

شنبه ۱۴۰۰/۴/۱۹ - ۹:۳۳
Background image

اعلامیه وزارت تحصیلات عالی

اعلامیه وزارت تحصیلات عالی

BACK TO NEWS