د افغانستان اسلامي جمهوري دولت جمهور ریس محمداشرف غني لخوا د سولې په تړاو ویډیو کنفرانس ترسره شو
یاد کنفرانس کې چې د شیخ زاید پوهنتون معلوماتي تکنالوژۍ امریت ویدیوکنفرانس مدیریت په خونه کې د ویدیو کنفرانس په مټ تعقیب کیدلو، د شیخ زاید پوهنتون ريس پوهنمل حسین ګل اریوبي ترڅنګ د علمي ، محصلانو چارو مرستیالان او محصلینو ګډون درلود، د لوړو زده کړو وزارت لخوا د دولتي پوهنتونونو محصلینو ته د سولې اړوند مطالب په دوو برخو کې ( سولې نړیوال تجارب او د سولې خبرې په افغانستان کې ) د جلاالتماب جمهورئیس محمداشرف غني لخوا ارایه کړای شول