د اسلامي بانکداري او په ملک کې یې ترویج تر عنوان لاندې سيمینار وړاندې شو.
د شيخ زايد پوهنتون اقتصاد پوهنځي محصلانو لپاره د اسلامي بانکداري او په ملک کې یې ترویج تر عنوان لاندې یو ورځنی سيمینار وړاندې شو.
په یاد سمینار کې د بانک پېژندنه، د بانکونو جوړښت، په ملک کې د اوسنیو بانکونو معاملات، د اسلامي بانکداري ارزښت، اهداف، تاریخچه، د سودي بانکي نظام د گټې او تمویل لارې او اړوندو موضوعاتو معلومات وړاندې شول.
یاد یو ورځنی سمینار چې د محصلانو معاونيت له لوري په لاره اچول شوی و، د شرعیاتو پوهنځي استاد پوهندوی دوکتور مفتي عزت نور له لوري وړاندې شو.
نېټه: پنجشنبه
۱۴۴۸ هـ.ق کال د جمادی الآخرة لومړۍ
۱۴۰۵ هـ.ش کال د عقرب ۲۱مه
نشراتو او عامه اړیکو آمریت
