پېژندنه
د شیخ زاید پوهنتون اړوند تدریسي روغتون یو روغتیایې او تدریسي مرکز دی، د ناروغانو د تشخیص درملنې او روغتیایې خدمتونو ترڅنګ د طب پوهنځي محصلانو، ستاژرانو، ټرینې ډاکټرانو او نورو روغتیایې مسلکي کادرونو د عملي زده کړو او مسلکي روزنې په برخه کې فعالیت کوي.
اوسمهال د لوړو زده کړو وزارت له لوري د ياد تدریسي روغتون لپاره يو باب وداني جوړه شوط ده چې د زیرزمینۍ په شمول څلور منزله لري او شاوخوا ۵۶ خونې لري.
نوموړی تدریسي روغتون ته د متحده عربي اماراتو شاوخوا د اتو ملیونو امریکايي ډالروپه ارزښت طبي وسایل خریداري شوي دي چې اوس مهال په ياد روغتون کې ترې ګټه اخيستل کېږي.
سره ددې چې په تیرو لسیزو کې په خوست کې د عامې روغتیا په برخه کې د پام وړ کارونه تر سره شویدي، خو بیا هم روغتیايي خدماتو ته د خلکو لاس رسی کم دی، نږدي ۵۰-۶۰ سلنو پورې خلک لومړنیو روغتیايي خدمتونو ته لاس رسی لري، او د ثانوي خدمتونو د پاره د خوست ټول نفوس د پاره فقط یو ۱۵۰ بستریز روغتون موجود دی او د اولیه طبي خدمتونو د پاره په مرکز او ولسوالیو کې تقریبا 60 په شاوخوا کې روغتیايي مرکزونه موجود دي، حال دا چې د ملي او نړیوال روغتیايي سازمان د نورمونو په بنسټ، د هرو زرو کسانو د پاره یو چپرکټ باید موجود وي. د خوست نفوس ته په کتو سره، او د نړیوال روغتیايي سازمان د پالیسیو مطابق باید په خوست کې کم تر کمه ۱۰۰۰ بستره موجود وي. او ثالثي خدمتونو ته ناروغان کابل یا پاکستان ته باید مراجعه وکړي؛ خو د خوست جیوپولیټکل او جیو ستراتیژیک موقعیت ته په کتو سره، د ثالثي خدمتونو د پاره د ناروغانو لیږد هم کابل او هم پاکستان ته مشکل دی، له دی امله زیات خوست میشتي ناروغان د مناسب تشخیص او درملنې نتشوالي له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي. له بلی خوا، د خوست په یوه ولسوالۍ کي هم د ولسوالۍ روغتون شتون نلري چې اړینو خلکو ته تر یوې اندازې پورې ثانوي خدمتونه وړاندې کړي. له دې امله د خوست خلک د ناروغۍ درملني په موخه په کابل او خارج کې لا لهانده وي؛ له بلې خوا، د شیخ زاید پوهنتون د طب پوهنځی محصلانو ته د عملي کار او ستاژ او استادانو ته د څیړني لپاره کوم روغتیايي مرکز شتون نه درلود، چې خپلې اکاډمیکي چارې پر مخ بوزي. محصلان یوازي خوست ولایتي روغتون ته د ستاژ تر سره کولو استفاده کوله. خو الحمدالله اسلامي امارت په راتګ سره ځینې ستونزي حل شوي ، شیخ زاید پوهنتون تدریسي روغتون یې د طب پوهنځي محصلانو د ستاژ او عملي کارونو لپاره فعال کړی، طب پوهنځي محصلین په عملي کارونو او ستاژ برخه کې په زده کړه بوخت دي. او د طب پوهنځي د استادانو لپاره د څیړنې یو ښه مرکز هم دی، همدارنګه په دریو برخو کې تخصص پروګرام هم جریان لري. اوسمهال د زون په کچه د هیوادوالو لپاره طبي خدمات وړاندي کوي.