نویو ګمارل شويو استادانو لپاره د نصاب ښه تطبيق، پراختيا او معياري پوښتنو جوړولو په اړه يو ورځنی سيمينار وړاندې شو.
د شيخ زايد پوهنتون علمي معاونيت اړوند مسلکي پراختيا مرکز له لوري د بېلا بېلو پوهنځيو نويو ګمارل شويو استادانو لپاره د نصاب ښه تطبيق، پراختيا او معياري پوښتنو جوړولو په برخه کې يو ورځنی سيمينار وړاندې شو.
په دغه سيمينار کې د تحصيلي نصاب پېژندنه، د نصاب ارزښت او اهميت، د تحصیلي نصاب ډولونه، د نصاب د تطبيق ارزونې چيک ليست، درسي مفردات او معياري پوښتنو جوړولو په برخه کې بېلا بېل معلومات د ټولنيزو علومو پوهنځي استاد پوهاند زرولي صدیقي له لوري وړاندې شول.
د يادونې وړ ده چې د شيخ زايد پوهنتون علمي معاونيت نویو ګمارل شويو استادانو د ظرفيت لوړونې په موخه د مسلکي پرمختيا مرکز پر مټ په بېلا بېلو برخو کې سیمينارونه او ورکشاپونه وړاندې کړي دي، تر څو د استادانو د کاري ظرفيت لوړ او په ښه ډول د تدریس جوګه شي.
ورځ: چهار شنبه
۱۴۴۸ هـ.ق کال د جمادی الآخرة ۱۴مه
۱۴۰۵ هـ.ش کال د قوس څلورمه
نشراتو او عامه اړیکو آمريت
