د انجینري پوهنځي مهندسي څانګې محصلانو کابل ولایت ته علمي سفر تر سره کړ.
د شيخ زاید پوهنتون انجينري پوهنځي مهندسي څانګې ۳۰ محصلانو د دوو تنو استادانو تر لارښوونې لاندې مرکز کابل ته د علمي سفر په ترڅ کې د بېلا بېلو ځايونو څخه لېدنه وکړه.
د ياد سفر په جريان کې د نوي کابل ښارګوټي، د ټولګټو چارو وزارت مرکزي لابراتوار، د کابل پوهنتون تميم انصاري د غونډو تالار، د دارالامان ماڼۍ او د کابل ښاروالۍ اړوند ښارګوټو ساحوي کارونو څخه په عملي ډول لېدنه شامله وه.
د يادو لېدنو پر مهال چې پنځه ورځې یې دوام وکړ، د مسؤلو انجینرانو او لارښود استادانو لخوا د يادو ځايونو د مهندسي طرحو او ښاري اصولو په اړه مهم معلومات او تجربې له محصلانو سره شريکې شوې.
نېټه: پنجشنبه
۱۴۴۸ هـ.ق کال د ربيع الثاني څلورمه
۱۴۰۵ هـ.ش کال د سنبلې ۲۶مه
نشراتو او عامه اړیکو آمریت
