د شيخ زايد پوهنتون کادري بستونو لپاره تخصصي ازموینه واخيستل شوه.
د يادې ازموینې پر مهال چې د شيخ زايد پوهنتون علمي، مالي او اداري مرستيالانو سربېره د لوړو زده کړو وزارت تقرر او ترفېعاتو رياست څخه راغلي پلاوي او د شيخ زايد پوهنتون د کادري ازموینې کمېټې حضور درلود. چې د داخله اطفال، جلدي او طب وقايوي، چاپېريال ساتنې، د غذایي موادو حفظ الصحه او ټکنالوژي او پښتو څانګو خالي کادري بستونو له نوماندانو څخه تخصصي ازموينه واخيستل شوه.
د يادو کادري بستونو لپاره شاوخوا ۹۷ کسانو ځانونه نوماندان کړي و، چې د تېرې ورځې د بهرنۍ ژبې ازموینې له برياليو نوماندانو څخه نن ورځ د مسلک اړوند ازموينه واخيستل شوه، چې د يادې ازموینې مخکښ کسان به د يادو بستونو لپاره وګمارل شي.
۱۴۴۸ هـ.ق کال د ربيع الاؤل ۱۰مه
۱۴۰۵ هـ.ش کال د سنبلې دویمه
۲۰۲۶ م کال د اګست ۲۴مه
نشراتو او عامه اړیکو آمریت
