تخنیکي علومو څانګه(Technical Sciences Department)
د څانګې د آمر پیغام
داچې په ټولنه کې د انساني ژوند د ښه والی لپاره ودانۍ ډيرې مهمې دي ځکه نو د ډير پخوا څخه انسانانو د خپل ژوند د پرمخ بيولو لپاره د خپل توان سره سمې ودانۍ جوړې کړيدي. مګر اوس چې د ټکنالوجۍ دور دی، د عصري او مډرنو ساختمانونو او وسايلو په جوړولو کې لوی برياليتوبونه تر لاسه شويدي. د لاډيرو برياليتوبونو د لاسته راوړلو لپاره د شيخ زايد پوهنتون په انجینري پوهنځي کې د نورو دیپارټمنټونو ترڅنګ د عمومي تخنیکي علومو دیپارټمنټ هم تاسيس شوی او خپل علمي فعاليتونه سرته رسوي.
دا چې اوس زمونږ ګران هيواد جګړو ځپلی ده او ډيری ودانۍ يي ويجاړي او له منځه تللي دي. نو د ګران هيواد د ويجاړو ودانيو د بيارغونې لپاره ډيرو مسلکي کادرونو ته اړتيا ده. دغې موخې ته درسيدو لپاره به دعمومی تخنیکی علومو دیپارټمنټ هم د نوموړی پوهنځۍ د سیول ، مهندسي او بریښنا دیپارټمنټونو تر څنګ د کومکی ډیپارټمنټ په توګه فعالیت وکړي او له نوموړو دیپارټمنټونو سره د انجینري پوهنځي د ځینو اساسی مضامینو په تدریس کی مرسته وکړي.
د تخنیکي علومو څانګې لنډه پیژندنه
د انجینري پوهنځي دعمومی تخنیکی علومو دیپارټمنټ دشیخ زاید پوهنتون زېږنده ده چې د نورو دیپارټمنټونو سره په څنګ کې د عمومی تخنیکی علومو دیپارټمنټ هم د انجینري پوهنځۍ په چوکاټ کې د کومکی ډیپارټمنټ په توګه فعالیت پیل وکړو چې په لومړي سر کې ئي د لږ تعداد مسلکي استادانو په کمک سره تدريس پر مخ بېول کېده، د خوست پوهنتون په لومړيو وختونو کې د انجينري او زراعت پوهنځۍ يوه پوهنځۍ وه او د وخت په تېرېدو سره چې کله د استادانو تعداد زيات شو او نوی ديپارتمنتونه هم ايجاد شول د انجينري او زراعت پوهنځۍ سره بېلي شوي او مستقلې پوهنځۍ وپېژندل شوې.
په لومړيو کالونو کې د محصلينو شمېر هم لږ ؤ او د وخت په تېرېدو سره د مسلکي استادانو تعداد زيات شو او لدې سره جوخت د محصلينو تعداد هم زيات شو.
د عمومی تخنیکی علومو دیپارټمنټ هم د نوموړی پوهنځۍ د سیول، مهندسي او برق دیپارټمنټونو تر څنګ د کومکی ډیپارټمنټ په توګه همېشه په دې هڅه کې دی چې خپل وران ويجاړ هېواد ته د خدمت په موخه پوه او مسلکي انجنيران وروزی.
د تخنیکي علومو څانګې لر لید (Vision of Technical Sciences Department)
د شیخ زاید پوهنتون انجینري پوهنځی د عمومی تخنیکی علومو دیپارټمنټ د یو داسې لوړ او با کیفیته سیستم څخه بايد برخه من وي چی د افغانستان د ودانیزو چارو او نقشو پرمختگ او ټولگټو ضامن ملي وي، ملی او اسلامي ارزښتونو ته ژمن، په پرمختللي علمي پوهه سمبال، په علمي او مسلکې ګڼه سمبال انجینران ټولني ته وړاندې کړي او په نړیواله او د سیمي په کچه لوړ اعتبار ولري.
د تخنیکي علومو څانګې رسالت (Mission of Technical Sciences Department)
ټولو وړ کسانو ته چې په علمي او اکاډ میکو شرایطو برابر وي د لوړو زده کړو د انډولیز لاس رسی د لارې هوارول، د لوړو زده کړو بنسټوته وده او پرمختګ ورکول، چې د ښه او غوره تدریسي کریکولم او مفرداتو درلودل او د ښه تدريسي او څیړنیزو خدماتو جوگه وی. ټولنی ته د داسې فارغانو وړاندې کول چې په علمي- مسلکې او د ودانیزو چارو په طرحه او ډيزاین کې په نړۍ کې ښه وړتیا ولري او د نقشو د ډيزاین په وده، ټولنيز پرمختگ، ملي وحدت او د افغانستان په د سرپنايي د کچي په راکمولو کې ونډه واخلي.
:(Values) ارزښتونه
- با کيفيته لوړې زده کړې
- په ملی او اسلامي روحیه د کادرونو روزنه
- اخلاق او دسپلین
- انډولتیا
- سالمه اداره
- د دیپارتمنت اکاډمیکه ازادي
باکېفيته لوړې زده کړې:
دا جوته ده چې د یوه ملت وده او پر مختگ نیغ په نیغه د لوړو زده کړود ښه څرنگوالی سره تړاو لري. هیڅ ملت به تر هغې پورې اقتصادي وده ونکړي چې د یوه ښه او با کیفیته لوړو زده کړو څښتن نه وي. لکه څرنکه چې په اقتصادي وده کې کيفيت مهم رول لري، له دې امله انجینري پوهنځی تخنیکی علومو دیپارتمنت د شیخ زاید پوهنتون او لوړو زده کړو وزارت د پالیسیو او ستراتیژیو په رڼا کې هڅې کړیدي چې د کیفیت د ښه کیدو د پاره ځانگړي موخې وټاکي او کوښښ کوي چې د ټولني اړتیاو ته او د وخت او غوښتنو او تقاضاوو مطاق درسي نصاب ولري. نظري او عملي څیړنیز پروگرامونه رامنځته او پیاوړي کړي. هڅه کوي چې کتابتونونو او معلوماتي ټیکنالوژۍ او انټرنیټ ته لاس رسی پیدا کړي. د دوکتورا لوړو زده کړې د پاره پروگرامونه په کار واچوي.
- د تخنیکی علومو ډيپارټمنت موخې:
د تخنیکی علومو دیپارټمنټ هدفونه په لاندې ډول دي.
- دافغانستان د اجتماعي، اقتصادي او علمي پرمختيا د اړتياؤ په نظرکې نيولو سره ټولنې او خلکو ته د خدماتو وړاندې کول.
- د ملي پروګرامونو له مخې د پوهې لاس ته راوړل او په ټولنه کې د هغې خپرول .
- مسلکي ښوونه اوروزنه ( په افغانستان کې د ودانیو معیاري طرحه او ډیزاین ).
- نظري او عملي زده کړې د مربوطه استادانو تر نظارت لاندې.
- عنعنوي زده کړې ( نه غيابي ).
- د افغانستان د اقلیمي او کلتوري شرایطو مطابق د ودانیو او ساختمانونو طرحه.
د تخنیکي علومو څانګې تشکیل:
فعلا د تخنیکي علومو څانګه د آمر په شمول ۷ اکاډمیک غړی لري چې د همدې پرسونل په مرسته یاده څانګه خپل روزنیز او اکاډمیک فعالیتونه مخ ته وړي چې د یادو اکاډمیکو غړو شهرت په مفصل ډول په لاندې جدول کې ذکر شوي دي.
|
شماره |
نوم او تخلص |
د پلار نوم |
علمي درجه |
علمي رتبه |
تخصصی رشته |
وظیفه |
|
۱ |
احمدشاه ابراهیمي |
نورعلي |
دوکتور |
پوهنمل |
سټراکچر |
امر |
|
۲ |
بهرام امیري |
امیرګل |
ماسټر |
پوهندوی |
صنعتي او مدني ودانۍ |
استاد |
|
۳ |
ناصر منصور |
محمد نسیم |
ماسټر |
پوهندوی |
هایدرولیک او هایدرولیکي ودانۍ |
استاد |
|
۴ |
سیدولي باران
|
لعل مرجان |
ماسټر |
پوهنیار |
اوبو انجنیري او هایدرولیکي ودانۍ |
استاد |
|
۵ |
محمد بشیر احمدزی |
ریدیګل |
ماسټر |
پوهنمل |
ساختمان انجنیري |
استاد |
|
۶ |
فولاد فواد |
ګل حنان |
ماسټر |
پوهنيار |
برق انجينري |
استاد |
|
۷ |
امیر خان همت |
طوطي شاه خان |
ماسټر |
پوهنیار |
سټراکچر ډیزاین |
استاد |