اداري کارکوونکو ته د اکسیل پروګرام زده کړې ورکشاپ پيل شو.
د شيخ زايد پوهنتون ۳۱ اداري کارکوونکو ته د ظرفيت لوړونې په موخه د اکسیل پروګرام زده کړې ورکشاپ پيل شو.
ياد ورکشاپ د مالي او اداري چارو معاونيت اړوند کارکوونکو چارو آمريت د ظرفیت لوړونې او اداري پراختیا عمومي مدیريت لخوا برابر شوی دی، چې د کمپيوټر ساینس پوهنځي استاد پوهنمل محمد شریف حیدر لخوا یې د تدریس چارې په مخ بېول کېږي.
نشراتو او عامه اړیکو آمريت
