مالي او اداري چارو معاونیت له آمرینو او مدیرانو سره د همغږۍ په موخه ناسته تر سره کړه.

szu_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۰:۸
یبلرذلبب

 یکشنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د چنگاښ میاشتې ۱۵مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د محرم الحرام میاشتې له ۱۰مې نیټې سره یې سمون درلود، د شیخ زاید پوهنتون مالي او اداري چارو مرستیال مولوي محمد جاوید خالد د مالي او اداري چارو معاونیت اړوند آمرینو او مدیرانو سره د همغږۍ په موخه ناسته تر سره کړه.

د ناستې په پيل کې د قرآن کریم څو مبارکو آیتونو له تلاوت څخه وروسته، مالي او اداري چارو مرستیال مولوي محمد جاوید خالد په اسلامي طریقه د صورت او سیرت برابرول، د الله تعالی رضاء په خاطر د ورسپارل شویو دندو ترسره کول او د انسان په تعریف باندې یې مفصلې خبرې وکړې.

نوموړي وویل:((د خدمت په موده کې مونږ او تاسې باید کوښښ وکړو چې د بیت المال وسایلو پوره پوره خیال وساتو، د راسپارل شویو دندو ترسره کولو کې صالح نیت ولرو او خپلو دندو ته پر وخت سره له خنډ او ځنډ څخه پرته رسیدنه وکړو؛ تر څو ځانونه د وظیفوي غفلت څخه لرې وساتو.))

د ناستې په پای کې مالي او اداري چارو مرستیال آمرینو او مدیرانو ته ډاډ ورکړ، چې په ګډه به ستونزو ته به پر وخت رسیدنه کوي.

نشراتو او عامه اړیکو آمریت

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۹ - ۱۴:۵۵
Background image

برای شفاخانه تدریسی دواها ''دارو'' به ارزش پنج و نیم میلیون افغانی خریداری شد.

برای شفاخانه تدریسی پوهنتون شیخ زاید، ۱۴۹ قلم دوا به ارزش پنج و نیم میلیون افغانی خریداری گردید. در این دواهای خریداری‌شده، انواع مختلف دوا شامل است که با آن، دواخانه شفاخانه تدریسی. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۹ - ۱۴:۵۰
Background image
دوشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۰ - ۱۰:۵۸
Background image

ریاست تضمین کیفیت و اعتباردهی وزارت محترم تحصیلات عالی در سال ۱۴۰۲ هـ.ش پوهنتونهای معتبر کشور را بررسی و ارزیابی نمود

 که از جمله پنج پوهنتون معتبر کشور، اعتبارعلمی و اکادمیک خویش را بدست آورد، که خوشبختانه پوهنتون شیخ زاید در بین این پنج پوهنتون معتبر و بزرگ نیز جای دارد. بنا براین اساس در یک مجلس. . .

BACK TO NEWS