رئیس پوهنځی شرعیات

رئیس پوهنځی شرعیات

پوهنیار محمد ولید اسحق زی

 

 

د زده کړو کچه: (بکولریا ۱۳۸۴)، (لیسانس ۱۳۸۷(ماسټري ۱۳۹۵)

پیغام: لکه څرنګه چې اسلام مقدس دین یو هر اړخیز، کامل او د ژوند ټولو برخو ته شامل د ین دی، د انسانانو د ژوند د ټولو اړتیاوو ته په کتو سره یې وخت پر وخت داسې احکام او قوانین نازل کړي دي، چې دې بشر ټول احساسات او مصلحتونه پکې په نظر کې نیول شوي دي. د انساني ارزښتونو او اخلاقو پر وړاندې یې تل ټولنې هڅولي دي، همدارنګه د هر ډول (سمتې، نژادي، قومي، ژبني، مذهبي) او داسې نورو بدو او کړغیړنو تعصباتو څخه یې منع کړي دي، او په اسلامي او قانوني چوکاټ کې د بیان آزادي ته یې د منل شویو معیارونو په پام کې نیولو سره ټول انسانیت آزاد او مستقل پریښی دی، پس راځئ چې دغې ټولو مادي او معنوي امتیازاتو ته په کتو سره صحیح مؤمنان، وطن پالان او د بشریت لوی خیر خواهان جوړ شو.