نویو ګمارل شویو استادانو لپاره د عربي او انګلیسي ژبو د زدکړې مهارتونو تر عنوان لاندې ورکشاپ پيل شو.

د شيخ زايد پوهنتون استادانو مسلکي پراختیا مرکز لخوا تازه په دندو ګمارل شویو استادانو لپاره د خارجي (عربي او انګلیسي) ژبو د زدکړې مهارتونو پنځلس ورځنی ورکشاپ پیل شو.
په ياد ورکشاپ کې د دوولسو پوهنځيو څخه ټول هغه استادان چې د تقرر دوسیې یې طی مراحل شوي وي او همدارنګه هغه استادان چې د يادو ژبو سره علاقه لري، ګډون کړی دی.
د شيخ زايد پوهنتون مسلکي پراختیا مرکز آمر پوهنمل محمد ساقي عادل په وینا:(( ياد پنځلس ورځنی ورکشاپ ازمویښتي بڼه لري، چې د یو څه زده کړې تر څنګ به پکې د استادانو ګډون و ارزول شي، چې له مخې به یې شايد راتلونکي کې دې ته ورته ورکشاپونه تر درې مياشتو مودې لپاره هم په لاره واچول شي او د استادانو د مصروفيت په وخت کې ممکن آنلاین بڼه هم ولري.))
دغه ورکشاپ د ژبو او ادبياتو پوهنځي استادانو؛ هر يو د عربي څانګې آمر پوهنيار مسعود قائد او د انګلیسي څانګې استادانو نوماند پوهنيار عبدالله زاهد او نوماند پوهنيار محمد نور جان بیدار لخوا وړاندې کېږي.
نشراتو او عامه اړیکو آمريت