د رهبري شورا فوق العاده ناسته تر سره شوه.
د شيخ زايد پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مولوي محمد نسیم ح.قاني په مشرۍ چې د ټولو پوهنځيو رئيسانو حضور در لود ناسته ترسره شوه.
د قرآن الکريم څو مبارکو آیتونو له تلاوت وروسته، د پوهنتون رئيس شیخ الحدیث مولوي محمد نسیم ح.قاني لخوا په خپلو خبرو کې په لا همغږۍ او چارو کې اخلاص باندې ټینګار وشو. د پوهنځیو رئيسانو لخوا ځینې لاسته راوړنې، ستونزې او مشکلات د ریاست مقام سره شريک شول، چې د رئيس صاحب لخوا یې د حل په موخه ډاډ ور کړل شو او ناسته د دعاء په ویلو سره پای ته ورسیده.
نشراتو او عامه اړیکو آمريت