شیخ زاید پوهنتون یو ځل بیا د هېواد په کچه علمي (اکاډمیک) اعتبار تر لاسه کړ.

szu_admin
شنبه ۱۴۰۳/۲/۱ - ۱۴:۷
123

د لوړو زده کړو وزارت تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو ریاست په ۱۴۰۲ هـ.ش کال کې د هېواد معتبرو پوهنتونونو د بشپړ اکاډمیک اعتبار سند خوندیتوب ارزونه ترسره کړه، چې د هېواد پنځو معتبرو پوهنتونونو خپل اعتبار بیا ځل تر لاسه او خوندي کړ، چې شیخ زاید پوهنتون هم په دې غوره او معتبرو پوهنتونونو کې ځای لري، په همدې اساس د یوې غونډې په ترڅ کې د شیخ زاید پوهنتون اداره د بشپړ علمي اعتبار سند خوندیتوب په پار وستایل شوه.

یاده غونډه د لوړو زده کړو وزارت لخوا د کابل پوهنتون په حضرت امام قتیبه بن سعید رحمه الله تالار کې ترتیب شوې وه، چې د بشپړ اکاډمیک اعتبار سند خوندیتوب او یاد اعتبار اخیستونکي لوړو زده کړو بنسټونه پکې وستایل شول.

د شیخ زاید پوهنتون اداره د دغه ویاړ د بیا ترلاسه کولو په موخه ټولو هېوادوالو او په ځانګړې توګه لوړو زده کړو وزارت او د خپل علمي کور ټولو غړو ته مبارکي وړاندې کوي او هڅه کوي، چې په روان ۱۴۰۳ لمریز کال کې د هېواد په کچه لومړی مقام خپل او د سیمې په کچه د اکاډمیک اعتبار اخیستلو ته لاره پیدا کړي.

نشراتو او عامه اړیکو آمریت

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۹ - ۱۵:۲۷
Background image

د ښوونې او روزنې پوهنځي د فزيک څانګې محصلانو ننګرهار ولایت ته علمي سفر تر سره کړ.

د شيخ زايد پوهنتون ښوونې او رزونې پوهنځي د څلورم ټولګي ۱۴ تنو محصلانو د یو تن استاد پوهنمل شېرولي همت په ملتيا ننګرهار ولایت ته علمي سفر تر سره کړ.
د ياد علمي سفر په ترڅ کې د ننګرهار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۱۴:۳۲
Background image

د لوړو زده کړو وزارت عمومي څارنې پلاوي له رهبري سره غونډه وکړه.

نن پنجشنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د ميزان مياشتې درېیمه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د ربیع الثاني مياشتې له دوهمې نیټې سره سمون لري، د لوړو زده کړو وزارت عمومي څارنې پلاوي د شیخ زايد پوهنتون څخه د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۱۵:۳۴
Background image

په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا تر عنوان لاندې نړیوال کنفرانس کې د شیخ زاید پوهنتون درې مقالې غوره وبلل شوې.

په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا تر عنوان لاندې نړیوال کنفرانس چې د هرات جامي خصوصي پوهنتون کې ترسره شو، د یاد کنفرانس د ۲۰ غورو مقالو په قطار کې د شیخ زاید. . .

BACK TO NEWS