لوړو زده کړو وزارت محصلانو چارو رئیس محصلانو ته اصلاحي وینا وکړه.

د لوړو زده کړو وزارت محصلانو چارو رئيس حافظ مولوي حضرت الله مبارک د شيخ زايد پوهنتون محصلانو ته د لیلیې په مسجد کې اصلاحي وینا وکړ.
د يادې وینا پر مهال چې د شیخ زايد پوهنتون لیلیې مسجد کې تر سره شوه، د پوهنتون محصلانو چارو مرستیال مفتي رضوان منیب هم شتون درلود، ښاغلي مبارک په خپله وینا کې د شرعي نـ.ـظام تر چتر لاندې زده کړې کول د محصلانو لپاره یوه ستره موقع وبلله او ویې ويل؛ الحمدلله مونږ او تاسو اسلامي امت یو او د اسلام دین ته باید په کامله معنا خدمت وکړو.
نوموړي همدارنګه پر دین د استحکام، د ځان اصلاح، د باطل پر وړاندې د حق ډلې څخه پیروي، د اسلام مبارک دین او امراوو د فرمانونو په ځان تطبیقولو په اړه وینا وکړه.
نشراتو او عامه اړیکو آمريت