په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا تر عنوان لاندې نړیوال کنفرانس کې د شیخ زاید پوهنتون درې مقالې غوره وبلل شوې.

szu_admin
أربعاء, سبتمبر 24 2025 3:34 مساء
kjmnhbghnjmmk,

په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا تر عنوان لاندې نړیوال کنفرانس چې د هرات جامي خصوصي پوهنتون کې ترسره شو، د یاد کنفرانس د ۲۰ غورو مقالو په قطار کې د شیخ زاید پوهنتون درې مقالې غوره وبلل شوې.

د شيخ زايد پوهنتون انجينري پوهنځي استاد دوکتور قدرت الله ځواک، د شرعياتو پوهنځي استاد پوهنوال حسام الدين رحيمزي، د ژورنالېزم او عامه اړیکو پوهنځي استاد پوهنيار هارون برهان مقالې غوره وبلل شوې او په کانفرانس کې ارایه شوې.

شيخ زايد پوهنتون د هغو پوهنتونونو له ډلې څخه وشمېرل شو، چې دغه کنفرانس ته یې ډېرې مقالې لېږلې وې او د يادو درېیو مقالو تر څنګ د کمپيوټر ساینس پوهنځي استاد پوهنوال صالح خان صالح، د ژورنالېزم او عامه اړیکو پوهنځي استاد پوهنمل فاروق جان منګل مقالو په ګډون پنځه مقالې منل شوې وې.

یاد کنفرانس د لوړو زده کړو د کیفیت لوړولو، د سیمه‌ییزو علمي او اکاډمیکو اړیکو د پراختیا په برخه کې یو ارزښتناک فرصت و، چې د ګډونوالو لپاره یې د نورو زده کړو، علمي تجروبو او عملي پایلو د ترلاسه کولو زمینه برابره کړه.

نشراتو او عامه اړيکو آمريت

Latest news

اثنين, أبريل 08 2024 10:58 صباحا
Background image

جامعة الشيخ زايد مرة أخرى حصلَتْ على الاعتماد العلمي الأكاديمي على مستوى البلد.

قامت رئاسة ضمان الجودة والاعتماد بوزارة التعليم العالي عام 1402هـ بإجراء تقييم لتأمين شهادة الاعتماد الأكاديمي الكامل لجامعات البلد المرموقة، وفي هذا الصّدد خمس جامعات البلد المرموقة. . .

BACK TO NEWS