ابدالي طبي خصوصي پوهنتون څخه لیدنه او څارنه تر سره شوه.
د شيخ زايد پوهنتون رهبري هیئت د شيخ الحدیث مولوي محمد نسیم حـ.ـقاني په مشرۍ د ابدالي طبي خصوصي پوهنتون له چارو څخه لیدنه او څارنه تر سره کړه.
هغه ناسته چې په همدې موخه د ياد پوهنتون له مسؤلینو، استادانو او کارکوونکو سره برابره شوې وه، د شيخ زايد پوهنتون رئيس شيخ الحدیث مولوي محمد نسیم حـ.ـقاني په خپله وینا کې د هماهنګۍ او د محصلانو په علمي زده کړو باندې ټینګار وکړ او د ستونزو په حل کې یې د همکارۍ ژمنه وکړه.
همدارنګه د تدریسي ټولګیو، تحصیلي نصاب، درسي بهير، عملي زده کړو له امکاناتو، تدریسي روغتون له صحي خدماتو، صورت او سيرت، تضمين کیفيت، علمي او څېړنیزو موضوعاتو، فرهنګي چارو، فرمانونو او رهبري پرېکړو له تطبیق څخه لیدنه او څارنه تر سره کړه.
نشراتو او عامه اړیکو آمریت

