د پوهنتون لیلیې څخه نظارت تر سره او د محصلانو ستونزې واوريدل شوې.

نن چهار شنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د چنگاښ میاشتې ۱۸مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د محرم الحرام میاشتې له ۱۳مې نیټې سره برابره ده، د شيخ زايد پوهنتون مالي او اداري چارو مرستيال مولوي محمد جاويد خالد د پوهنتون له لیلیې څخه لیدنه وکړه.
په ياده لیدنه کې د محصلانو د اوسیدلو خونې، خوراکي توکو او لیلیې اړوند برخې پکې شاملې وې، چې د محصلانو لخوا ځینې غوښتنې، ستونزې او مشکلات له مالي او اداري چارو مرستيال سره شريک شول، چې د حل په موخه یې محصلانو ته ډاډ ورکړل شو.
همدارنګه محصلانو ته هم ځینې سپارښتنې وشوې، چې د عملي کولو ژمنې یې وشوې.
نشراتو او عامه اړیکو آمريت